-
په بامیانو کې یوه هلک خپل پلار په چړې سره وژلی
Sep 17, 2023 10:07د بامیانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه هلک خپل پلار په چړو وهلی دی.
-
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل
Sep 17, 2023 10:04د طالبانو کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د ایران هېواد د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.
-
له افغانستان څخه د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي
Sep 17, 2023 09:56د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي په تېره یوه میاشت کې له دې ولایت څخه پاکستان او هند ته د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت د پروسس شویو انځرو د صادرولو خبر ورکوي.
-
په افغانستان کې به سږ کال څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران راټول شي
Sep 17, 2023 09:53د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې کموالی راغلی دی. د زعفرانو یو شمېر کاروباریان د ویزې اخیستنې په برخو کې ستونزې او پر بانکونو محدودیتونه، هغه لاملونه په ګوته کوي، چې پر دغه بهیر یې منفي اغېز کړی دی.
-
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ماسکو په غونډه کښې ګډون کوي نور جزیات دلته لرو
Sep 17, 2023 06:28زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي به د مسکو فارمټ په پنځمه ناسته کې ګډون او وينا وکړي.
-
د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ کوي
Sep 17, 2023 04:13په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ وکړ.
-
د افغانستان په شمال کې د پنبې د پروسس کار پیل شو
Sep 16, 2023 11:55د افغانستان په شمالي لور بلخ ولایت کې د پنبې یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ. نور تفصیل زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ.
-
نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د انګورو صادرات
Sep 16, 2023 11:38سږ کال د افغانستان له کندهار ولایت څخه ۱۵ زره ټنه انګور د نړۍ بازارونو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
-
طالبانو په غور کې د یوې بهرنۍ مؤسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي
Sep 16, 2023 09:43د 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې چې په غور ولایت کې یې د یوه بهرني کارکوونکي په ګډون اتلس کارمندان نیول شوي دي.
-
په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله اوښتې مرګ ژوبله
Sep 16, 2023 08:14چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې لږ ترلږه ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نور جزئیات زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.