-
حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره ټلفوني خبرې کړي دي
Sep 16, 2023 08:02پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې خبرو کې د اقتصادي ودې او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
ننګرهار کې سلګونه ځوانان له حرفوي زده کړو فارغ او ورته د کار وسایل ورکړل شول
Sep 16, 2023 07:30فارغ شوي ځوانان وایي چې اوس کولاې شي په اړونده حرفه کې په خپل مټ د کار کولو جوګه شي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
په افغانستان کې يو نيم ميليون لوستي ځوانان بېکاره دي
Sep 16, 2023 03:08دطالبانوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواكي وايي له دې وروسته به دغه ځوانان د انلاين سوداګرۍ په برخه كې په مسلکي توګه وروزل شي.
-
تاجیکستان دافغانستان په پولوکې په ترهه ګروګواښونواندیښنه څرګنده کړه
Sep 16, 2023 03:05د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د مرکزی اسیا په پینځمه سرمشریزه کې دافغانستان په پولوکې دترهه ګرو ګواښونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .
-
د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست نوې څرګندونې
Sep 15, 2023 09:44د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي او طالبان ژمن دي چې د شریعت په چوکاټ کې يې حقونه ورکړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
د روغتیايي ستونزو کمولو لپاره دې له بهر مېشتو افغان متخصصینو څخه کار واخیستل شي
Sep 15, 2023 09:36د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، د روغتیايي اړتیاوو پوره کېدو لپاره باید د ضرورت په وخت کې په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان علمي او متخصصو کادرونو څخه استفاده وشي.
-
تورخم دروازه له ۹ ورځو وروسته د هر ډول تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه
Sep 15, 2023 09:29په تورخم کې پوځي کمیسار مولوي محمد عصمت الله یعقوب وایي چې د تورخم دروازه چې د پاکستان له لورې تړل شوې وه له ۹ ورځو تړل کېدو وروسته د ترافیکو او خلکو د تګ راتګ لپاره د پاکستان له لورې پرانیستل شوه. نور حال زموږ د همکار په محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان کډوال خوشي شوي
Sep 15, 2023 03:07د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په هلو ځلو د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه نور افغان مهاجرین آزاد شول.
-
پاکستان اوافغانستان ترمنیځ د تاوتریخوالي زیاتیدا
Sep 14, 2023 11:52د پاکستان د لوړ رتبه حکومتی چارواکی دغه دریځ د طالبانو په وړاندی د اسلام اباد تر ټولو سخت دریځ دی
-
ملګري ملتونه له افغان کروندګرو سره مرسته کوي
Sep 14, 2023 10:04نوموړي د خلکو د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له مشر او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د کرنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.