-
طالبانو له مرستندویانو وغوښتل چې بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړي
Jul 17, 2026 05:58د طالبانو د پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې له مرستندویو بنسټونو غوښتي چې د خوراکي مرستو پر ځای بنسټیزو او وقایوي پروژو ته ډېره پاملرنه وکړي.
-
ایران به دافغانستان له ختیزې سیمې سره خپلې اقتصادي مرستې زیاتې کړي
Jul 15, 2026 16:02دایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال زاده ننګرهار ته دسفر پر مهال ددې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند سره په ګډه ناسته کې وویل، دایران اسلامي جمهوریت په پام کې لرې ،چې دافغانستان له ختیزې سیمې سره په اقتصادي برخه کې خپلې مرستې زیاتې او په بېلابېلو برخوکې ددې سیمې له افغان چارواکو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
-
له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه
Jul 15, 2026 13:21د هرات د جامو د تولیدوونکو اتحادیې رئیس عزیزالله نورزی وايي، په دې محموله کې شاوخوا ۸۰ زره جوړې جامې شاملې دي چې ارزښت یې نږدې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.
-
افغان ښځې د نړیوالو مرستو د کمښت اصلي قربانیانې دي
Jul 15, 2026 07:43ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.
-
برتانوي ځواکونو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی
Jul 14, 2026 15:37د بریتانیا یوې رسنۍ د هغو تورونو په اړه تازه راپور خپور کړی چې له مخې یې ویل کېږي، یو شمېر بریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له افغان بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی او حتی ځینې بندیان یې د تفریح او ټوقو لپاره له فورکلفټ (د کرېن په شان د وسایلو له جګوونکی ماشین) څخه غورځولي دي.
-
افغانستان او ایران په قونسلي خدمتونو کې د سهولتونو په رامنځته کولو خبرې وکړې
Jul 14, 2026 06:22د ایران او افغانستان لوړ پوړو چارواکو په کابل کې د یوې لیدنې پر مهال د قونسلي خدمتونو د اسانتیاوو پر لارو چارو خبرې اترې کړي.
-
د افغان نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیزونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي
Jul 14, 2026 05:56د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځینهوو وزیرانو د نهم کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه د اسلامي ارزښتونو، د ښځو د کرامت او حقونو خلاف بللي دي.
-
بلخ کې د نفتي توکو د کیفیت معلومولو مرکز جوړ شو
Jul 13, 2026 14:13د افغانستان په بلخ ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د کیفیت ارزونې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او فعال شوی دی. د مسئولینو په وینا، دغه مرکز په ۳۶ پرمختللو وسایلو سمبال دی او د نړیوالو معیارونو له مخې د بېلابېلو نفتي توکو کیفیت ارزوي.
-
په مزارشریف کې د آیتالله خامنهيي د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول
Jul 13, 2026 13:21د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، آیتالله خامنهيي د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول.
-
د افغان پُست مسئولینو د ایران د سفیر له مرستیال سره ولیدل
Jul 13, 2026 13:07افغان او ایراني چارواکو د پُستي همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.