-
ټول افغانستان کښې ټيلي فوني او مخابراتي اړیکې غوڅې شوي دي
Sep 30, 2025 02:10زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر نوري فايبر انټرنېټ له بنديز وروسته په ټول هېواد کې ټليفوني او مخابراتي اړيکې پرې شوې دي. د انټرنېټ د يوې څار ادارې (نېټبلاکس) له مخې اوس مهال نژدې ټول افغانستان له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی.
-
په تېرو ۶ میاشتو کې نږدې ۱۵ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی
Sep 29, 2025 10:38د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال لومړۍ نیمایي کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۱۴زره ۸۲۹بهرنیو وګړو هېواد ته تګ، راتګ کړی.
-
افغان طالبانو یو بل امریکایي تبعه خوشې کړ
Sep 29, 2025 09:54د امریکا د ولسمشر د بنديانو چارو ځانګړی استازی ادم بوایلر په یوه نهاعلان شوي سفر کې کابل ته راغلی او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې لیدنه کړې ده.
-
متقي د روسیې له سفیر سره په مسکو فارمټ کې د ګډون په اړه خبرې وکړې
Sep 29, 2025 09:47د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره ليدلي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړي دي.
-
په پکتیا کې ۱۸ بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Sep 29, 2025 09:41چارواکي وایي، د دې ودانیو په جوړېدو سره د زرګونو زده کوونکو سرپناه ستونزه هواره شوه.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Sep 29, 2025 08:11د افغانستان د سرپرست حکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو د امریکا د ولسمشر د هغو ادعاوو په غبرګون کې چې ویلي یې وو د بګرام هوايي اډه به له افغان طالبانو بیرته ونیسي، ټینګار وکړ چې د افغانستان حتی یوه لوېشت خاوره به هم امریکا ته ورنه کړي. د سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: امریکا باید د خپلو تېرو ناکامو تجربو پر ځای منطقي حل لارې غوره کړي.
-
ایران له افغانستان سره د غیر تیلي صادراتو د پراختیا په لټه کې دی
Sep 28, 2025 10:37د ایران د اسلامي جمهوریت له ګاونډیو هېوادونو، په تیره بیا له افغانستان سره د خپلو غیر تیلي صادراتو د پراختیا په لټه کې دی.
-
هیچاته به اجازت ور نه کړو،زمونږ خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي
Sep 28, 2025 09:42د افغانسان د طالبانو د حکومت مرستيال ويندوي ووئيل چې په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله فعاليت نه کوي او د افغانستان حکومت به هیچا ته اجازت ور نه کړي چې د دغه هیواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
-
ښايي د افغانستان د زلزله ځپلو او قربانیانو شمېر سلګونو زرو ته ورسیږي
Sep 28, 2025 02:53ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د وروستي ۶ ریښتري زلزلې د قربانیانو او زیانمنو شویو کسانو شمېر کېدای شي “سلګونه زره تنو” ته ورسېږي.
-
طالبانو د دین په تحریفولو سره جنسیتي اپارټایډ ۤپر سیاسي وسیلې بدل کړی دی
Sep 27, 2025 09:10زمونږ خبریال راپور راکړی د «فراگیر» بنسټ« د خبرداري د زنګ» په نوم یو تازه راپور خپور کړی چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې یې پکې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د تګلارو د منفي اغېزو په تړاو د ۶۰۰ ښځو په ګډون د ۷۰۰ هېوادوالو کیسې مستندې شوې دي.