-
ننګرهار کې په بیارغونې بهیر کې ونډه اخیستوونکو بهرنیانو ته د ښکار اجازه ورکول کیږي
Feb 08, 2025 06:39ننګرهارکې چارواکي وایي یوازې هغه بهرنیوښکاریانوته د ښکارکولو اجازه ورکوي چې دلته په بیارغاونیزو او خیریه چارو کې ونډه واخلي.
-
امریکا له ازبکستان څخه د افغانستان د پوځ د ۷ څرخکو د انتقال خبر تایید کړ
Feb 08, 2025 02:54د امریکا ډیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې چي ازبکستان هغه اووه بلک هاک هلیکوپټرونه چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم، ازبکستان ته وړې وې، امریکا ته سپارلي دي.
-
طالبان له دوه میاشتني ځنډه وروسته نن دولتي مامورینو ته معاشونه ورکوي
Feb 08, 2025 02:36د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ادارو کارکوونکو ته د تنخواوو د ورکولو د پیل خبر ورکړی دی.
-
د «بیګم» راډیو کارکوونکي دې سملاسي خوشې کړل شي
Feb 07, 2025 09:52د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په افغانستان کې له یو کال په کمه موده کې د لږ تر لږه ۱۲ رسنیو تړل کېدل په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو نښه ده.
-
په ترکیې کې د افغانستان سفارت وتړل شو
Feb 07, 2025 09:38په ترکیې کې د افغانستان سفارت پرون اعلان وکړ چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې پر اساس، په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.
-
میدان وردګو ولایت کې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړیږي
Feb 07, 2025 02:04یو هندي پانګوال په میدان وردګو ولایت کې د شاوخوا ۲ سوه میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړوي، چې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
-
د افغانستان خارجه وزارت د غزې په هکله د ټرمپ بې شرمو څرګندونو ته غبرګون وښود
Feb 06, 2025 11:22د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کولو او نور هېوادونو کې د هغوی مېشتول له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.
-
طالبان وائي،هیڅ هیواد حق نه لري ،د فلسطین په باب فیصله وکړي
Feb 06, 2025 01:25د افغانستان د طالبانو حکومت د فلسطین د خلکو داجباري کوچولو په باب دامریکا د کرغیړن ولسمشر دڅرګندونو په غبرګون کې ټينګار وکړ، هیڅوک یا کوم یو هیواد د فلسطین د خلکو د برخلیک په باب د فیصلې کولو حق نه لري.
-
په افغانستان کې څه باندې نهه میلیونه کسان له روغتیايي خدماتو بې برخې کیږي
Feb 05, 2025 12:53د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به له نهو ملیونو ډېر خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.
-
راشدخان په نړۍ کې لومړی نمبر وېکټ اخیستونکی شو
Feb 05, 2025 11:59د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان اوس په نړۍ کې لومړی توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۳ ویکټې اخیستې دي.