پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164878-پرون_له_زرو_څخه_زیاتې_کډوالې_کورنۍ_هېواد_ته_ورستنې_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړي د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۲۰۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
(last modified 2025-09-21T10:03:22+00:00 )
Sep 21, 2025 14:30 Asia/Kabul
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې

زمونږ خبریال راپور راکړي د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۲۰۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن راپور ورکړی چې ۸۱۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۵۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۴ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۹۰ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې او ۱۳۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې هم، له زرو ډیرې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې.

له ایران او پاکستان څخه د کډوالو وتل دوام لري او په وروستیو ورځو کې زیات شوي دي.