ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i149614-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2024-06-23T01:42:18+00:00 )
Jun 22, 2024 13:05 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حج د سترې او سپېڅلې غونډې په مناسبت په يو پيغام کې، د "انساني دائرې" او "د اسلام معنوي قوت" د حج دوه اړخونه بللي او د غزې تراژيدۍ ته په اشارې سره چې په معاصر تاریخ کې ساری نه لري، ټینګار وکړ: له صهیونیسټي رژیم او د هغې د ملاتړو په تېره بیا له امریکا څخه برائت باید، سږ کال د حج له موسم او میقات څخه ورهاخوا، د نړۍ په هر ګوټ او په مسلمانو هېوادونو او ښارونو کې، دوام وکړي او خلکو ته خپور شي.

حضرت آیت الله خامنه يي د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ په دغه پیغام کې، د حج د پېچلو مناسکو اړخونو ته په اشارې سره، هغه د مسلمانانو لپاره د زړه د پیاوړتیا او د بدغواړو لپاره وېروونکی او عظمت لرونکی بللی او څرګنده کړې ده، چې قرآنکریم، د حج د پېچلي جوړښت د رازونو د بیان ترڅنګ، هغه د مسلمانانو د اخلاقي آرامښت او پخلاینې مظهر او د دښمنانو پر وړاندې د کرکې او ځواکمنې مقابلې مظهر معرفي کوي او حاجیان باید خپل فکر او عمل دې معارفو ته نږدې کړي او خپل ترلاسه کړی او په دې معارفو باندې مشتمل هویت،  د حج سفر د ارزښتناک سوغات په توګه خپل کور ته راوړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په غزه کې د صهیونیسټي بې رحمه او له ماتې سره د مخ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره زیاته کړې: د برائت مسئله، د تېر کال په پرتله سږکال ډېره پراخه ده، ځکه چې د غزې پر وړاندې جنایتونو د مسلمانانو د هر فرد، ګوند، حکومت او فرقې لپاره د ملاحظې او غور هېڅ ډول ځای نه دی اېښی او دا برائت باید د قومونو او حکومتونو په قول او عمل کې ښکاره شي او پر جلادانو او د هغوی پر ملاتړو میدان تنګ کړي.

هغوی د فلسطین د مقاومت او د غزې د مظلومو او مقتدرو خلکو په ستاینې سره ټینګار وکړ: باید له دغه مقاومت څخه هراړخیز او پوره ملاتړ وشي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د ترهګرې ډلې په توګه د سپاه پاسدارانو ځواک په اعلانولو کې د کاناډا دښمنانه اقدام، د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف ورزي او صهیونیسټي رژیم ته یوه ډالۍ وګڼله.

علي باقري کني ویلي چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو ځواک، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواک یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چې د ایران د ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع او د سیمې د امنیت او ثبات په ساتلو او له داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزه کې، مهم رول لوبولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه ټینګار کړی چې د دغې پرېکړې پایلې به، د کاناډا د حکومت پر غاړه وي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم، د کاناډا د حکومت دغه ناسمه پریکړه، یو دښمنانه اقدام او د نړیوالو قوانینو د منل شویو اصولو او د حاکمیت د برابرۍ او د حکومتونو په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې په ګډون، د معیارونو او منل شویو اصولو خلاف او د ایران پر ملي حاکمیت باندې د برید یوه بیلګه ګڼلې ده.

د ترهګرې ډلې په توګه د سپاه پاسدارانو ځواک په اعلانولو کې د کاناډا دښمنانه اقدام له امله، په تهران کې د ایټالیا سفیر چې د کاناډا حکومت د ګټو د ساتنې مسئولیت پر غاړه لري، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د دغه اقدام د پایلو په تړاو د خبرداري ترڅنګ، د متقابلو اقداماتو او اړینو ګامونو اخیستلو په تړاو د ایران پر حق ټینګار وشو.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر د جمعې په ورځ په دوحه کې د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ: د صهیونیسټي رژیم له لورې د نسل وژنې له دوام سره سره، د صهیونیسټي غاصب رژیم پر وړاندې د فلسطین د ولس مقاومت اوس هم  پیاوړی او قوي دی.

په دغه کتنه کې علي باقري کني د فلسطین ولس ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ، د فلسطین د ملت او  مقاومت له اتلولۍ ستاینه کړې او له مقاومت څخه په ملاتړ کې په دوه اړخیز او څو اړخیز ډګر کې، د ایران د اسلامي جمهوریت وروستي ډیپلوماټیک ګامونه بیان کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړې: اړینه ده چې د صهیونیسټانو د تیري او جنایت د مخنیوي لپاره، باید له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي او له همدې امله، مقاومت باید د نیواکګرو پر وړاندې په دننه کې په وسله وال مقاومت پورې محدود نه شي، بلکې حقوقي مقاومت او سیاسي مقاومت او له فلسطین څخه بهر د عامه ډیپلوماسۍ په ډګر کې مقاومت باید، په دننه کې د وسله وال مقاومت سره سم، د فلسطین د خلکو له ارادې او حق څخه ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني د جمعې په ورځ د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کې په دوحه کې ټینګار وکړ، د سیمې شرایط او د سیمې د ملتونو ګټې دا ایجابوي چې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي او د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره له ټول ظرفیت څخه کار واخیستل شي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدانګه له ګاونډیانو سره د اړیکو په ټینګولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ستراتیژیک سیاست باندې په ټینګار سره وویل: د آیت الله رئیسي د حکومت د ګاونډیتوب سیاست، نن سبا د ټولو هغو خواو په ګډه فصل بدل شوی، چې د امنیت او دوامدارې پراختیا غوښتونکي دي، نو له شک پرته، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست دا ستراتیژیک لومړیتوب به، له خنډ او ځنډ پرته دوام ولري.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر هم د سیمې او فلسطین بدلونونو ته په اشارې سره، په غزې تړانګه کې روان حالات ګواښوونکي ګڼلي د سیمې ثبات او امنیت په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشورو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنو د کاندیدانو درېیمه انتخاباتي مناظره، د جمعې په شپه د مسعود پزشکیان، مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، سید امیرحسین قاضي زاده هاشمي او محمد باقر قالیباف په شتون کې ترسره شوه. د مناظرې په دې پړاو کې مهم محور؛ په کلتوري او ټولنیزه برخه کې پالیسي جوړونه وه.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو دویمه انتخاباتي مناظره هم د پنجشنبې په ورځ د «حکومت د عدالت پر بنسټ خدمتونو» تر عنوان لاندې تر سره شوه او د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړۍ مناظره کې هم شپږو تائید شویو کاندیدانو د اقتصادي ودې او د انفلاسیون د مخنیوي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د ایران د دیارلسمې دورې د ولسمشر د شهادت له امله به، د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې له ټاکلې مودې یو کال مخکې یعنې د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په اتمه نېټه تر سره شي او اوس د کاندیدانو، ګوندونو او مختلفو سیاسي جریانونو کمپاینونه، خپل اوج ته رسېدلي دي.

د ایران د انرژۍ وزیر هم د جمعې په ورځ، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د انرژۍ د وزیرانو په څلورمه غونډه کې، په دې خبرې په ټینګار سره چې د شانګهای د ملګرتیا سازمان یو له ترټولو مهمو او اغیزشیندونکو سیمه ایزو تړونونو څخه دی، وویل: دا سازمان د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې په اقتصادي او امنیتي برخه کې مهم رول لري او ښکاره ده چې دا سازمان په نړۍ کې د څو اړخیزیزم  پراختیا په برخه کې مخکښ دی.

علي اکبر محرابیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت، د انرژۍ د راتلونکي په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ د برښنا د سیمه ایز بازار رامنځته کولو، د انرژۍ د امنیت د ښه کولو، د برښنا د اوبو د خوږو کولو د ظرفیت د پراختیا، د انرژۍ ذخیره کولو سرچینو او تخنیکي او سوداګریزو برخو او بریښنایي وسایطو پراختیا، د شنو خونو ګازونو انتشار کمولو ته پاملرنه، د تخنیکي پوهې او ساینسي همکارۍ تبادله او د ګډې همکارۍ لپاره د انرژۍ په ډګر کې د تخنیکي او انجینري خدماتو پر  تبادلې باندې ټینګار کوي.

د رشت – کسپین د اورګاډي پټلۍ د شمال – سویل کریډور د وروستۍ برخې په توګه، د پنجشنبې په ورځ د ایران او روسیې د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

د اورګاډي دغه پروژه له سمندر څخه تر سمندر پورې د اورګاډي د کریډور وروستۍ برخه ده، چې د ایران سویلي بندرونه له شمالي بندرونو سره نښلوي او د ایران له لارې د سیمې لپاره د ترکیبي بار تبادلې امکان برابروي.

د رشت - کسپین د اورګاډي د پټلۍ فعالیت به، د یوروشیا د غړو او د فارس خلیج د سویلي پولو د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

ژباړه: زماني