په افغانستان کې د محرم جوش او خروش، د یووالي عامل
(last modified Thu, 11 Jul 2024 07:43:41 GMT )
Jul 11, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د محرم جوش او خروش، د یووالي عامل

د محرم الحرام د میاشتې په رارسېدو سره، د افغانستان خلک هم د محرم په لسیزه کې د حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) د ماتم او ویر د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي او د افغانستان ټولو ښارونو او کليو د محرم څېره ځان ته غوره کړې ده.

سږ کال هم چې طالب چارواکو د محرم مراسمو د امنیت د ټینګښت ژمنه کړې ده، په ګڼو جوماتونو، حسینیه وو او تکیه خونو کې د ماتم مراسم پیل شوي دي. د افغانستان په پلازمېنه کابل کې هم، د شهیدانو د سالار مینوالو د بېلا بېلو سیمو په جوماتونو او تکیه خونو کې د ماتم او ویر مراسم پیل کړي دي.

د مختلفو سیمو په لارو او کوڅو کې په ځانګړې توګه د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې فضا محرمي شوې ده. هټیوالو او خلکو د خپلو دوکانونو او کورونو پر دروازو د ماتم او ویر د بیرغونو په لګولو سره، د حضرت امام حسین (ع) او د هغه د پاکې کورنۍ سپېڅلي مقام ته خپل درناوی څرګندوي.

په افغانستان کې له ایران سره د کلتوري حوزې له امله، هر کال د حسیني(ع) د محرم او عاشورا مراسم، په نه هېرېدونکي جوش او جذبې سره ترسره کېږي. دا په دې مانا چې د ځينو تفرقه اچوونکو هڅو سره سره، د شهيدانو د سالار د ماتم مراسم، په افغانستان او حتی په هند براعظم ​​کې د ملي يووالي د پياوړتيا مهم عامل دی.

په افغانستان او په هند براعظم کې د ماشومانو په نومونو کې د حسین او حسن د نومونو استفاده کول او کارول، د دغو سیمو د خلکو په روح او ځان کې د شهیدانو د سالار د مقام د ژور نفوذ ښودنه کوي.

که څه هم د دښمنو او ترهګرو ډلو له لورې د ځینو ګواښونو په تړاو په افغانستان او پاکستان کې د ماتم د مراسمو د ترسره کولو په اړه، اندېښنې شتون لري، خو افغان طالبانو او د پاکستان حکومت د ماتم په ترسره کولو کې د امنیت د ټینګښت ژمنه کړې ده.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا هم له افغان طالبانو څخه غوښتي چې د محرم لسیزې د ماتم مراسمو د نظم او امنیت لپاره اړین چمتووالی ونیسي او اجازه ورنکړي چې دغه مراسم له ګډوډۍ او اختلال سره مخ شي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په خپلې اعلامیې کې همدارنګه، د مذهبي پلاویو د مشرانو او په ځانګړې توګه، د جوماتونو او حسینیه وو له مشرانو او چارواکو څخه غوښتي، چې امنیتي مسائلو ته پام وکړي.

دا ډول غوښتنه، د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغان ولس د هوښیارۍ او ځېرکتیا او همدارنګه د ماتم د امنیت په ټینګښت کې له طالبانو سره د همکارۍ څرګندونه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه امین فرجاد په دې اړه وايي:

د افغانستان خلک له اهل بیتو (ع) او په تېره بیا د شهیدانو له سرلارې حضرت امام حسین (ع) سره ځانګړې مینه لري او تل یې د محرم الحرام له ټولې لسیزې څخه، په ټول شان سره نمانځنه کړې ده. له همدې امله، د ماتم او ویر د مراسمو ترسره کول،  د افغانانو د پیوستون او یووالي د پیاوړتیا کې لامل ګرځي او ډېری د تفرقې دسیسې له منځه وړي."

له همدې امله، ولسي کمیسيونونو د افغانستان له حکومت سره په همکارۍ، تل د محرم  الحرام د لسيزې د ماتم او ویر د مراسمو د امنيت په تامينولو کې، مهم رول لوبولى او افغان طالبانو هم په عمل کې ښودلې، چې د ماتم او ویر د مراسمو د امنيت په ټینګښت کې ناغېړي نه ده کړې او سږ کال به هم د محرم مراسم په بشپړ امنیت سره ترسره شي.

که څه هم په افغانستان کې د محرم الحرام د ماتم د مراسمو له پیل سره سم، د بندیزونو او محدودیتونو د لګولو په اړه اندېښنې رامنځته شوي دي، خو دا له امنیتي شرایطو سره تناسب لري.

ځکه، په هغه هېواد کې چې داعش لا هم د فعالیت ادعا کوي، یقینا چې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د یوه فرصت په تمه دي او د افغانستان خلک د دې شرایطو په درک سره، کولای شي د امنیت د تامین په برخه کې په همکارۍ سره، ترهګر په دې هېواد کې ناهیلي او مایوسه کړي.

ټیګونه