د بریکس مشرانو په ایران د اسرائیلو تیري ګره حمله وغندله
(last modified Mon, 07 Jul 2025 08:13:54 GMT )
Jul 07, 2025 12:43 Asia/Kabul
  • د برازیل په ریوډوژانیرو کښې د بریکس ډلې اوولسمه سرمشریزه
    د برازیل په ریوډوژانیرو کښې د بریکس ډلې اوولسمه سرمشریزه

پارس ټوډی- د بریکس مشرانو په ایران باندې د صهیونیسټي رژيم تیري ګر برید غندلی دی.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د بریکس ډلې د غړو هیوادونو مشرانو پرون یکشنبه د برازیل په ریوډوژانیرو ښار کښې د دې ډلې په اوولسمې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د صهیونیسټي رژيم پوځي حملې وغندلې.

د بریسک د مشرانو د بیانیې د ۲۱ بند له مخې، د جون په ۱۳مه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف پوځي حملې، د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور د خلاف ورزۍ په توګه، محکومې دي.

په دغې بیانیې کښې همداشان د ایران په صلحه ایزو ایټمي تاسیساتو باندې شورو قصدي حملې، د نړیوالو حقوقو او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د پریکړه لیکنونو خلاف ورزي بلل شوې او په هکله یې سخته اندیښنه څرګنده کړې شوې ده.

د بریکس د مشرانو په خبرپاڼه کښې د صلحې او نړیوال امنیت، پراختیا، اقتصادي نابرابریو، ژواک چاپیریال، یواړخیزپالنې، اقتصادي بندیزونو، نسل وژنې او په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو پورې اړونده پراخو موضوعاتو ته پاملرنه شوې ده.

صهیونیسټي رژيم د جون په دیارلسمه نیټه د نړیوالو حقوقو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت په څرګندې خلاف ورزۍ سره، په تهران او څو نورو ښارونو او همداشان د ایران په ایټمي تاسیساتو باندې پوځي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کښې چې ۱۲ ورځې جاري وو، یوشمیر پوهان، پوځیان او عامه ملکي وګړي شهیدان شول.

د یاد تیري په دوام کښې امریکا هم د جون په ۲۲ نیټه د فردو، نطنز او اصفهان په ایټمي سایټونو باندې په نیغ په نیغه بریدونو سره، د ایران خلاف د صهیونیسټي رژيم په جنګ کښې په عملي توګه شامله شوه.