له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول د جنایت لپاره ډالۍ ده
د عمان لوی مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ځینو هېوادونو له خوا له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر په کلکه وغانده او دا ئې د منطق، اخلاقو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله.
زمونږخبریال د ایکنا نیوز له قوله راپور راکوي، د عمان لوي مفتی شیخ احمد بن محمد الخلیلي په دې اعلامیې کې د حیرانتیا په څرګندولو سره وویل چې ځینې حکومتونه په داسې حال کې له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته مخه کوي چې پخپله د دغه رژیم زوال منلي. هغه ټینګار وکړ: د ځینو هېوادونو له خوا له وحشي صهیونیستي دښمن سره د اړیکو عادي کولو لپاره بیړه، په داسې حال کې چې دوی پوهېږي دا رژیم له مینځه ځي، د حیرانتیا وړ ده.د عمان لوی مفتي د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د جنایتکار ماهیت په یادولو سره وویل: له یوه وحشي رژیم سره د اړیکو عادي کول، چې د بېګناه کسانو له ټوټه ټوټه شوو بدنونو څخه تغذیه کیږي، یوه لویه تېروتنه ده او په حقیقت کې هغه دښمن ته جایزه ده چې زمونږ د دیني او انساني خویندې وروڼو او بچیانو او ماشومانو وینه ئې توی کړې ده.هغه په پای کې خبرداری ورکړ: د اړیکو عادي کول یوازې د فلسطین د خلکو د حقوقو له پامه غورځول نه دي، بلکې یوه اخلاقي ځوړتیا ده چې د اړیکو عادي کونکو کسانو اصلی څيره د تاریخ او اسلامي امت په وړاندې روښانه کوي.