امریکې او بریطانیې د یمن په الحدیده باندې بیا هوايي حمله وکړه
Jul 27, 2024 04:04 Asia/Kabul
امریکې او بریطانیې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده بندر باندې یوځل بیا هوايي بریدونه کړي دي.
امریکې او بریطانیې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده بندر باندې یوځل بیا هوايي بریدونه کړي دي.
امریکايي او برطانوي جنګي الوتکو د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده کښې په (کمران) جزیرې باندې څلور بریدونه وکړل خو تر دې دمه یې د سر او مال د احتمالي تاوان په هکله کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی.
یاده دې وي چې د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو تیره شنبه یعنې د جولایۍ په شلمه نیټه د یمن د الحدیده بندر ځینې برخې بمباري کړې وې چې له امله یې نزدې ۹۰ تنه مړه، ژوبل او بې درکه شوي وو.
ټیګونه