د اسرائیلو د شرارتونو په هکله چپتیا د سیمې په تاوان ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست« علي باقري کني» وویل د صهیونیسټ رژیم د شرارتونو د زیاتیدا په وړاندې چپتیا د سیمې د سولې او د ثبات په تاوان ده او هغه یو ډول نیواکګرانو ته د انعام ورکول دي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني د بحرین د بهرنیو چارو له وزیر« عبداللطیف بن راشد الزیاني » سره په ټيلي فوني خبرو کښې د صهیونیسټ رژيم د تیریو دوام او د غزې تړانګې د ټولو ماشومانو، ښځو او خلکو پرضد جنایتونو ته په اشارې سره یمن او لبنان ته د جنګ په پراخولو په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کښې د اسماعیل هنیه په شهیدولو کښې د اسرائیلو رژیم د جنایت، سپین سترګي توب او د ورنکاره کړچار په بندولو تینګار وکړ.
باقري کني د صهیونیسټ رژيم د شرارتونو د زیاتیدا په وړاندې هر ډول چپتیا د سیمې د ثبات په تاوان وبلله او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو قواعدو او اصولو پراساس د اسرائیلو رژیم د وروستیو اقداماتو په وړاندې د متقابل اقدام ترسره کول خپل حق ګڼي.
د بحرین خارجه وزیر هم په غزې تړانګه کښې سمدستي د اوربند پرضروت باندې د بحرین د شاهي حکومت په دریځ باندې ټینګار سره له ملکي وګړو د ملاتړ او ملکي وګړو ته د بشر دوستانه مرستو په استولړ کښې د اسانتیا د رامینځته کولو غوښتنه وکړه.