له بندیزونو سره سره، ۱۴۲ هېوادونو ته ایراني توکي صادر شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169080-له_بندیزونو_سره_سره_۱۴۲_هېوادونو_ته_ایراني_توکي_صادر_شوي_دي
پارس‌ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت  په یوې اعلامیې  کې وئيلي دي ، له یو اړخیزو او ظالمانه بندیرونو سره سره د ایران د اسلامی جمهوریت تولید شوي توکي ۱۴۲ هېوادونو ته صادر شوي دي.
(last modified 2026-01-01T01:02:44+00:00 )
Jan 01, 2026 05:29 Asia/Kabul
  •  له بندیزونو سره سره، ۱۴۲ هېوادونو ته ایراني توکي صادر شوي دي

پارس‌ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت  په یوې اعلامیې  کې وئيلي دي ، له یو اړخیزو او ظالمانه بندیرونو سره سره د ایران د اسلامی جمهوریت تولید شوي توکي ۱۴۲ هېوادونو ته صادر شوي دي.

د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو او پراختیا د کمېشن ویاند سید روح‌ا... لطیفي، وویل: د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې، سره له دې چې پر نړئ د واکمن  استعماری نظام له لورې دباؤنه او محدودیتونه موجود وو، د ایران اسلامی جمهوریت خپلو صادراتو ته په پنځو براعظمونو کې او په  ۱۴۲ هېوادونو کې ادامه ورکړل شوه، او همداراز له ۱۰۵ هېوادونو څخه واردات ترسره کړی شول.

سید روح‌ا... لطیفي زیاته کړه: د روان لمریز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې، له نورو هېوادونو سره د ایران د سوداګرۍ ټوله اندازه  له ۱۳۱ میلیون  ټنو څخه زیاته وه، چې ارزښت ئې ۷۶ میلیارډ  او ۵۳۷ میلیون  ډالرو ته رسېږي. له دې شمېرنې  څخه۱۴۲  هېوادونو ته د ایران  په صادراتو کې  د ۳۶ میلیارده او ۹۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ، ۱۰۵ میلیونه اودوه لکه یو دیرش  زره ټنه توکي  شامل دي

هغه همداراز وویل: له ۱۰۵ هېوادونو څخه د ۳۹ میلیارد  او ۵۴۰ میلیون  ډالرو په ارزښت ، ۲۵ میلیونه او اته لکه  او  ۲۳ زره ټنه توکي ایران ته وارد شوي دي.

لطیفي د ایرانيو توکو د صادراتي موخو په اړه وویل: چین د ۹ میلیارډ او ۲۵۵ میلیون  ډالرو په  ارزښت ، عراق د ۶ میلیارده او ۷۱۹ میلیون  ډالرو په ارزښت ، متحده عربي اماراتو د ۵ میلیارډ  او ۲۱۶ میلیون  ډالرو، ترکیې د ۴ میلیارډ او ۳۹۳ میلیون  ډالرو، او افغانستان د ۱ میلیارډ او ۶۶۰ میلیون   ډالرو په  په ارزښت سره د تولو په ا اخستو سره ، د ایرانيو توکو پنځه ستر صادراتي بازارونه وو.

هغه زیاته کړه: له چین پرته، پاتې څلور هېوادونه د ایران ګاونډیان دي، چې کابو  ۵۰ فیصده صادراتي ونډه ئې ځان ته ځانګړې کړې ده.