اسرائیل موافقې ته د رسیدا ستر خنډ دی
(last modified Mon, 12 Aug 2024 23:51:56 GMT )
Aug 13, 2024 04:21 Asia/Kabul
  • اسرائیل موافقې ته د رسیدا ستر خنډ دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» په رسمي څرګندونو کښې ومنله چې دغه رژیم د فلسطین له مقاومت ډلو سره د بندیانو په تبادلې او د اوربند د موافقې په لاسلیک کول کښې د ځنډ عامل دی.

په داسې شرایطو کښې چې د صهیونیسټ رژیم د کابینې غړي هڅه کوي چې د حماس غورځنګ په مشرۍ د فلسطین مقاومت ډلې د بندیانو د تبادلې او د اوربند موافقې ته په رسیدا کښې د ناکامه پاتې کیدا ګرم وښيي د اسرائیلو د جنګ وزیر یواو ګالانټ پرون اعتراف وکړ اسرائیل د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترسره کولو کښې د ځنډ دلیل دی او د بشپړه بریالیتوب په هکله خبرې کول چټي دي.

ګالانټ وویل د ایران او د لبنان د حزب الله ګواښونه هره شیبه په حقیقت بدلیدلای شي او مونږ باید د تاوتریخوالي هر ډول زیاتیدا ته چمتو شوو او باید په پوځي دباو سره په غزې  تړانګه کښې د صهیونیسټي بندیانو د بیرته ستنولو لپاره شرایط رامینځته کړو.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر یواو ګالانټ دغو څرګندونو او په غزې تړانګه کښې د اوربند په موافقې کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو په ګرم توب د هغه رسمي اعتراف د لومړي وزیر غصه راپارولي ده.

د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو دفتر په دې هکله وویل د جنګ وزیر یواو ګالانټ د اسرائیلو ضد روایت مني او د بندیانو د خوشي کیدا لپاره موافقې ته د رسیدا چانس ته تاوان رسوي.

له دې مخکې یدیعوت احارونوت ورځپاڼې راپور ورکړی چې په غزې تړانګ کښې اوربند ته د رسیدا او د بندیانو د تبادلې لپاره د فلسطین له مقاومت ډلو سره د غیر مستقیمو خبرو په هکله د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې موساد او د اسرائیلو د کورنۍ استخباراتي ادارې شاباک د مشرانو او د لومړي وزیر نتانیاهو ترمینځ اختلاف شته.

دغه اختلاف د دې ښودنه کوي چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهنو په غزې تړانګه کښې د فلسطین له مقاومت ډلو سره د موافقې خنډ دی.