د ایران او قطر دوو اړخیزې ملګرتیاوې لا پراختیا مومي
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت سرپرست او د قطر خارجه وزیر د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی، د ایران دخارجه وزارت سرپرست علی باقر کني او د قطر وزیراعظم او خارجه وزیرشیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په ټيلیفوني خبرو کې ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤد پراختیا او دوو اړخیزو اړیکو په باب د نظر تبادله وکړه.
دواړو لورو دغزې جنګ د ختمیدا لباره پر مشترکو منیځګړو هڅو او په لویدیځي آسیا سیمې کې د تاؤتریخوالو د کمیدا او د آرامښت د ټينګیدا په ضرورت ټينګار وکړ.
د ایران دخارجه وزارت سرپرست همدرااز پرون هم د جاپان له خارجه وزیر یوکو کامیکاوا سره په ټيلیفوني خبرو کې په تیرو لسو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د ښونځیو ،روغتونونو دبمباریدا پشمول دعامو تاسیساتو له مینځه وړل او د عامو خلکو ټارګټ کولو موخه د صهیونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې او د بشریّت ضده جنایتونو او جنګي جنایت ښکاره مصداق وبالۀ.
د غزې تړاګې پراخې برخې د اسرائيلو دماشوم وژونکي جعلي رژيم د بشپړ کلابندۍ او د درملو،دڅښاک د اوبو او خوراکي موادو د بندنیدا او بوږنونکو جنایتونو د دوام او د هرډول مرستو د بندیدا له لامه په کنډوالو بدلې شوي دي.