د فلسطین ملاتړو محصیلینو له مظاهرو وروسته دکلمبیاپوهنتون مشرې استعفی ورکړه
د کلمبیا د پوهنتون د مشرې استعفی په دغې څوکې دهغې له منصوبیدا یو کال وروسته او په دې پسې رامینځةکیږي، چې په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې او جنګ په محکومیّت کې د محصیلینو له اعتراضونو سره د چلند د څرنګوالي په باب له پراخو نیوکو سره مخ شوې وه.
د امریکا د کلمبیا پوهنتون مشرې نعمت مینوش شفیق دغزې تړانګې او نیواکي فلسطین له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ کې د محصیلینو په اعتراضونو پسې چې کابو څلور میاشتې مخکې څخه په نیویارک کې د پوهنتون په انګڼ کې پیل شوي ، استعفی ورکړه.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د کلمبیا پوهنتون مشرې نعمت مینوش شفیق پرون د محصیلینو په هغو مظاهرو پسې چې په تیر اپریل میاشت کې په نیویارک کې د پوهنتون په انګڼ کې د غزې تړانګې اونیواکي فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې پیل شوې،له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې ده.
د کلمبیا د پوهنتون د مشرې استعفی په دغې څوکې دهغې له منصوبیدا یو کال وروسته او په دې پسې رامینځةکیږي، چې په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې او جنګ په محکومیّت کې د محصیلینو له اعتراضونو سره د چلند د څرنګوالي په باب له پراخو نیوکو سره مخ شوې وه.
نعمت مینوش شفیق د فلسطین دملاتړو محصیلینو په مظاهرو کې د نیویارک پولیسو ورغوښتی ؤڅو مظاهره چیان تیت پرک کړي چې د علمي پلاوي او د کارکونکو پشمول د پوهنتون په داخل کې پرهغې د سختو نیوکو سبب شوې،ځکه پولیسو په دغو څاروي ډوله اقداماتو کې ډيری محصیلین ونیول او ورسره ئې ډير بد چلند وکړ.
د کلمبیا پوهنتون مشره د تیرکال په جولائي کې خپل فعالیت د پوهنتون دمشرې په توګه پیل کړ ی ؤ او د اکتوبر په نهمه نیټه یعني د طوفان الاقصی د ناڅاپي عملیاتو له پیلیدا دوه ورځې وورسته ئې د یوې اعلامیې په صادرولو سره د صهیونیسټ رژیم څخه خپل ملاتړ اعلان او په صهیونیسټانو باندې ئې په حملې کې د مقاومت عملیات محکوم کړي وو.
https://iqna.ir/fa/news/4231958