غزې کښې په یو بل ښوونځي خونړۍ بمباري وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151584-غزې_کښې_په_یو_بل_ښوونځي_خونړۍ_بمباري_وشوه
صهیونیسټي رژیم یوځل بیا په غزې تړانګې کښې یو ښوونځی په نښه کړ.
(last modified 2024-08-20T23:13:07+00:00 )
Aug 21, 2024 03:41 Asia/Kabul
  • غزې کښې په یو بل ښوونځي خونړۍ بمباري وشوه

صهیونیسټي رژیم یوځل بیا په غزې تړانګې کښې یو ښوونځی په نښه کړ.

د غزې ښار لویدیځ لور ته په «مصطفی حافظ» نومې ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژيم د پرونیو هوايي بریدونو له امله لږترلږه ۲۰ تنه فلسطیني کډوال شهیدان او په لس هاؤ نور ژوبل شول.،

فلسطیني رسنیو ویلي چې له کنډولو څخه د څو مړو له رایستو او روغتون ته د ۹ شهیدانو د جنازو او همداشان د ګڼو زخمیانو له منتقلولو سره سره، له شلو د زیاتو شهیدانو جنازې تر کنډولو لاندې ګیرې دي او مرستندویه ډلې هڅه کوي چې بهر یې راوباسي.

د فلسطیني مقاومت د کمیټو رسنیز دفتر د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غبرګون کښې وویل: د اسرائيلو نسل وژونکی دښمن د امریکې د خارجه وزیر د شتون او د دغه هیواد د فاشسټ حکومت په شنې اشارې سره مصطفی حافظ ښوونځی چې د غزې د لویدیځ کډوالو ته یې پناه ورکړې وه، بمباري کړ.

دغې کمیټې ویلي دي: په غزې کښې په روانې نسل وژنې باندې په برغولي کښیښودو او حلاتړ کښې یې د امریکې له حکومت سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا لامل شوې چې صهیونیسټي رژيم د لازیاتو جنایتونو او وژلو ترسره کولو ته لا وهڅیږي.