صهیونیسټ رژیم نولس نور فلسطینیان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151608-صهیونیسټ_رژیم_نولس_نور_فلسطینیان_شهیدان_کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په تر ټولو نویو بریدونو کښې شپاړس نور فلسطینیان شهیدان شول.
(last modified 2024-08-22T09:12:11+00:00 )
Aug 22, 2024 07:20 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم نولس نور فلسطینیان شهیدان کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په تر ټولو نویو بریدونو کښې شپاړس نور فلسطینیان شهیدان شول.

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا  کیمپ په ختیځ کښې په «تل الرعتر »سیمه کښې هم په یوه کور برید وکړ چې له کبله یې دوه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو دغه راز د غزې په مرکز کښې په المغازي کیمپ کښې په یوه بل کور برید وکړ چې له کبله یې شپږ فلسطینیان شهیدان شول.

د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې پروت په نابلس ښار کښې په بلاطه کیمپ کښې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د عسکرو په ډزو کښې هم دوه  فلسطینیان ژوبل شول.

د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د حملو له کبله څلویښت زره او دوه سوه درویشت فلسطینیان شهیدان شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي دي.