د امریکا ډیموکراسۍ به بیا پرتمینه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151800-د_امریکا_ډیموکراسۍ_به_بیا_پرتمینه_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني ولسمشر او د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه د بریالیتوب په بڼه کښې به د امریکا ډیموکراسۍ خپل پرتمینه پړاو ته ورستنه کړي.
(last modified 2024-08-27T08:34:05+00:00 )
Aug 27, 2024 13:00 Asia/Kabul
  • د امریکا ډیموکراسۍ به بیا پرتمینه کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني ولسمشر او د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه د بریالیتوب په بڼه کښې به د امریکا ډیموکراسۍ خپل پرتمینه پړاو ته ورستنه کړي.

هغه پرون د امریکا په میشیګان ایالت کښې په ډيټرویټ ښار کښې د ملي ګارډ د ټولنې په غونډې کښې په وینا کښې وویل امریکا د سرزوري او د فاسدې سیاسي پرګنې لخوا د نابودۍ له خطر سره مخامخ ده.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په انتخاباتو کښې له بریالیتوب  وروسته به سمدستي له امریکا څخه د کډوالو د ایستلو لپاره د هیواد په تاریخ کښې تر ټولو ستر عملیات پیل کړي او نور به د امریکا پوځيان د نورو هیوادونو د دفاع لپاره وانه استول شي.