د اسلامي نړۍ د یووالي پر ژورولو او پراخولو ټینګار
د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر په اسلامي نړۍ کې د یووالي پر ژورتیا او پراخولو ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر حجت الاسلام "محمد مهدي ایماني پور" د ترکیې د اسلامي فکر د مرکز له مشر "محمد ګورمز" سره په کتنه کې وویل: یوه وخت د نوي اسلامي تمدن په اړه خبرې اترې خورا لیرې خبره وه، خو نن د اسلامي تمدن اساسي پړاوونه د اخیستو په حال کې دي.
د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر زیاته کړه، په نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو په خلاف هغه ستره حمله چې شتون لري، په معاصره نړۍ کې د اسلام د نفوذ ښودنه کوي.
محمد ګورمز همدارنګه وویل چې اسلامي امت له سخت وخت څخه د تېرېدو په حال کې دی او نن ورځ یوازینۍ موضوع چې باید ورته توجه وشي، د اسلامي هېوادونو د وحدت مسله ده.
د تركيې د اسلامي فكر د مركز مشر او د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحاديې د مديره هيئت غړي د دې په بیان سره چې د اسلامي تمدن تجربه او د معاصرې نړۍ د بدلونونو پر وړاندې د مسلمانانو انفعال، يوه له مهمو مسئلو څخه دی چې هر مسلمان متفکر باید په اړه یې څېړنه پیل او د دې مرکز تعلیمي او تحقیقي فعالیتونه او پروګرامونه بیان کړي.