استکبار د ایران د اټومي صنعت له پرمختګ څخه ویره لري
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د امریکا له غیرقانوني بندیزونو سره سره د ایران د اټومي صنعت زیاتېدونکي پرمختګ ته په اشارې سره وویل: د استکبار نوې وېره د ایران د اټومي صنعت د پرمختګ او ظرفیت په اړه ده.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د دې په بیان سره چې د استکبار او صهیونیزم نوې خبره له اټومي بم څخه ویره نه ده، بلکې د ایران د اټومي صنعت له قدرته ویره ده زیاته کړه: ایراني پوهان په خارق العاده کارونو لاس پوري کوي او د استکبار ویره هم د ایران له اقتصادي او صنعتي قدرت څخه ده.
اسلامي څرګنده کړه: په ايران کې پرمختللې ټکنالوژي د توليد لامل ګرځي، چې د خلکو پر ژوند مستقيمه اغېزه لري.
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د ایران د ملي اسعارو د ارزښت د کمولو په هدف د ایران په خلاف د استکبار اقتصادي جنګ ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایران د خلکو استقامت او درېدنه، د حق او باطل ترمنځ د بېلېدو سبب شوی او د سلطې نظام ټوله پالیسي ګواښ او د تیري لپاره ملاتړ دی، چې په دې برخه کې بندیز د تسلط یوه وسیله ګڼل کېږي.