حزب الله په نیواکي فلسطین پراخه توغندوي او ډرون حمله کړې
د اسرائیلو سرچینو د نیواکي فلسطین په شمال باندې د لبنان د حزب الله د پراخې توغندوي او ډرون حملې خبر ورکړی دی.
د اسرائیلو د رژیم پوځ هم ویلي چې لږترلږه دیرش توغندي د «کوز الخلیل» او «کوه میرون» په لور توغول شوي دي.
د قدس نیواکګر پوځ همداشان د نیواکي فلسطین په شمال کښې په لویدیځ الجلیل باندې هم د حزب ا... د بې پایلټه الوتکو د حملې خبر ورکړ.
د لبنان حزب ا... د بوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په غزه کښې د فلسطین له مقاومو خلکو په ملاتړ او د جنوب په کلیو د اسرائیلي دښمن د تیریو او په فرون ښارګي باندې یې د وروستي تیري په ځواب کښې، د اسلامي مقاومت جنګیالیو د «جبل نیریا« په نوم د صهیونیسټي رژیم پوځي اډه په کاتیوشا توغندیو وویشتله.
د فلسطین د مقاومتي ډلو له خوا د «طوفان الاقصی» عملیاتو له پیلیدو راهیسې د لبنان حزب ا... غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټي پوځیانو د سترې برخې د ښکیلولو او په غزه کښې په مقاومت باندې د دباؤ د کمولو په لړ کښې، د فلسطین په خاوره کښې د صهیونیسټي رژيم د اهدافو خلاف هره ورځ درانه عملیات ترسره کوي.