د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بم چاودنه شوي
(last modified Wed, 11 Sep 2024 08:27:52 GMT )
Sep 11, 2024 12:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بم چاودنه شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې یوه بانک ته نږدې په بم چاودنه کښې پینځه کسان ژوبل شوي دي او ویل کیږي دغه پینځه کسان لږ شان ژوبل شوي او جسمي حالت یې ښه دی.

پولیس او د بم د شنډونې ډله د بم چاودنې ځاې ته ورغلي ده او پلټنې یې پیل کړي دي.

دغه راز نن د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد او د لاهور په شمول د پنجاب صوبې په ټولو سیمو کښې پینځه اعشاریه اوه ریشټره سخته زلزله راغله خو تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی رسیدلی.

د دغه زلزلې مرکز د پاکستان د پنجاب صوبې ډیره غازي خان او د ځمکې تر لسو کلومیټرو لاندې وه.

دغه راز نن د پاکستان د سوات سیمې په شمول د خیبر پښتونخوا صوبې په ځینو سیمو کښې هم څلور اعشاریه پینځه ریشټره زلزله راغلي وه.

دغه راز دغه زلزله د هندوستان په ځینو سیمو هریانه ، اتر پردیش او پنجاب صوبو او د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې هم راغلي ده.

 

ټیګونه