د فلسطین حماس غورځنګ د لبنان د حزب الله مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152346-د_فلسطین_حماس_غورځنګ_د_لبنان_د_حزب_الله_مننه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر« یحیی سنوار» سید حنس نصر الله ته په یوه پیغام کښې د لبنان د حزب الله د ملاتړونو قدرونه وکړه.
(last modified 2024-09-13T03:38:43+00:00 )
Sep 13, 2024 08:02 Asia/Kabul
  • د فلسطین حماس غورځنګ د لبنان د حزب الله مننه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر« یحیی سنوار» سید حنس نصر الله ته په یوه پیغام کښې د لبنان د حزب الله د ملاتړونو قدرونه وکړه.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله ته په یوه پیغام کښې وویل چې د اسماعیل هنیه د شهادت په هکله مو د تاسو مبارکي او تسلیت ترلاسه کړ.

په دغه پیغام کښې ویل شوي دي د تاسو د صادقانه همدردۍ مننه کوم او د مقاومت د چورلیز په جبهو کښې د تاسو مبارک اقدامات د دغه همدردۍ لپاره یو تعبیر دی.

یحیی سنوار ټینګار وکړ چې د فلسطین حماس غورځنګ به د تل په شان د شهیدانو وینې ته وفاداره پاتې شي. لوړ ایډیالونه به چې شهید اسماعیل هنیه تل د هغه غوښتونکی و ثابت پاتې شي او حماس غورځنګ او زمونږ مجاهدان به دغه لارې ته دوام ورکړي او د شهیدانو مبارکه وینه سبب کیږي چې له نیواکګر رژیم سره په مقابلې کښې نور پسې سخت شو.

هغه د فلسطین له سپیڅلي خاورې د نیواکګرانو د شړلو او د قدس په پلازمینه د فلسطین د خپلواک هیواد د جوړولو پرضرروت ټینګار وکړ.