د ایران سفارت د دایکندي د بې ګناه خلکو وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152352-د_ایران_سفارت_د_دایکندي_د_بې_ګناه_خلکو_وژله_وغندله
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د داعش ترهګرې ډلې په لاس د افغانستان د دایکندي ولایت د یوشمیر شیعه مسلمانانو مظلومانه شهیدول وغندل.
(last modified 2024-09-13T09:12:22+00:00 )
Sep 13, 2024 08:30 Asia/Kabul
  • د ایران سفارت د دایکندي د بې ګناه خلکو وژله وغندله

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د داعش ترهګرې ډلې په لاس د افغانستان د دایکندي ولایت د یوشمیر شیعه مسلمانانو مظلومانه شهیدول وغندل.

په افغانستان کښې د ایران دسفارت په بیانیې کښې ویل شوي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د داعش د ظالمې ترهګرې ډلې په لاس د دایکندي ولایت د یوشمیر شیعه مسلمانانو په ډله ئیز او مظلومانه ډول شهیدول په کلکه غندي او د شهیدانو لپاره د لوړو درجو او د شهید شویو کسانو د خپلوانو لپاره د الهي صبر دعا کوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د دایکندي په شیعه مسلمانانو د داعش ترهګرې ډلې حمله او د څوارلسو بې ګناه کسانو شهیدول په کلکه وغندل.

عبدالله عبدالله دغه حمله بې رحمانه وبلله  او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.