په امریکا باید دباو راوړو چې د غزې جنګ ختم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152354-په_امریکا_باید_دباو_راوړو_چې_د_غزې_جنګ_ختم_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ په غزې کښې د جنګ د بندولو لپاره باید په امریکا دباو راوړو.
(last modified 2024-09-13T04:26:05+00:00 )
Sep 13, 2024 08:53 Asia/Kabul
  • په امریکا باید دباو راوړو چې د غزې جنګ ختم کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ په غزې کښې د جنګ د بندولو لپاره باید په امریکا دباو راوړو.

هغه وویل مونږ له امریکا وغوښتل چې د اسرائیلو رژیم په مقابل کښې پیاوړی دریځ غوره کړي چې د جنګ ختمیدا تضمین شي.

د ملګروملتونو سرمنشي وویل باید په امریکا دباو راوړو چې د اسرائیلو رژيم جنګ بندولو ته مجبوره کړي.

هغه دغه راز د ملګروملتونو په امنیت شورا باندې نیوکې سره وویل دغه شورا نه ده توانیدلي په غزې تړانګې ، سوډان او اوکراین کښې تر ټولو سخت جنګونه پاې ته ورسوي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل زه د هیګ د نړیوالې محکمې د کار ملاتړ کوم او دغه محکمې د ځواب کونکو د سمې رودې بیانونکي دي.