په ختیځې او مرکزي اروپا کښې سخت بارانونه شوي دي
Sep 15, 2024 13:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په ختیځې او مرکزي اروپا کښې سخت بارانونه شوي او د اروپايي هیوادونو په سمندرونو کښې د اوبو کچه بیخي زیاته شوي ده.
د سختو بارانونو له کبله په چیک ریپبلیک او پولینډ هیوادونو کښې د سرحدي سیمو خلک امنه او محفظو سیمو ته انتقال کړی شوي دي.
بل خوا په رومانیا هیواد کښې د باران او د سیلاب له کبله په بیلا بیلو پیښو کښې څلور کسان وژل شوي او د سیلاب له کبله پینځه زرو کورونو ته تاوانونه رسیدلي دي.
دغه راز په راتلونکو ورځو کښې په چیک ریپبلیک ، سلواکیه ، پولینډ ، هنګري ، جرمني او اسټریا هیوادونو کښې د نورو بارانونو د راتلو اټکلونه شوي دي.