د حسن نصر الله ټرور د اسرائیلو نابودیدل چټک کوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د بحرین علماو په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ صهیونیسټ دښمن د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله د وینې په تویولو سره خپله نابودۍ چټکه کړي ده.
د بحرین علماو په دغه بیانیې کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي او د مقاومت د چورلیز ټولو مبارزانو او غړیو په تیره بیا د لبنان د مقاومت غورځنګ او اسلامي امت او د نړۍ پتیالیو ته د حسن نصر الله د شهادت په هکله د مبارکۍ او د تسلیت په ویلو سره وویل: صهیونیسټ بزدل دښمن د دغه پاکې وینې په تویولو سره یوازې خپله ناودۍ چټکه کوي.
په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی چې ټول بحرین د دغه ستر مصیبت یعني د حسن نصر الله د شهادت په خاطر غمجن دی.
په همدې ارتباط د روسیې فیډریشن د مسلمانانو د دیني ادارې مشر شیخ راویل عین الدین چې د دغه هیواد ستر مفتي هم دی په یوه پیغام کښې د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د شهادت په هکله تسلیت ووایه او د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
دغه راز د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وویل چې د لبنان او د غزې پرضد د اسرائیلو رژیم حملې غیر اخلاقي دي.