نړیوالو رسنیو د انقلاب د معظم رهبر وینا ته پراخ انعکاس ورکړ
(last modified Sat, 05 Oct 2024 02:53:08 GMT )
Oct 05, 2024 07:23 Asia/Kabul
  • نړیوالو رسنیو د انقلاب د معظم رهبر وینا ته پراخ انعکاس ورکړ

په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهمې وینا د نړۍ په رسنیو او خبري شبکو کې پراخ انعکاس درلود.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ترکیې او هند تلویزونونو او د انګلستان اسکاي نیوز په عین وخت کې په ژوندۍ بڼه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... خامنه يي د وینا په خپرولو سره، له دې عنوانونو څخه استفاده وکړه: امریکا د استعمار لپاره له اسرائیلو څخه استفاده کوي، که اړتیا شوه بیا به هم اسرائیل په نښه کړو، د مسلمانانو دښمن یو دی، د ایران دښمن، د فلسطین، لبنان، سوریې، عراق، مصر او یمن دی،  مسلمانان باید د واحد دښمن پر وړاندې سره متحد شي.

په همدې حال کې، د ګارډین ورځپاڼې او د لندن ټایمز ورځپاڼې هم د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ځینو څرګندونو ته په انعکاس ورکولو سره چې پکې د الاقصی طوفان د عملیاتو مشروعیت او د صهیونیسټانو پر وړاندې د ایران د غبرګون او د ګډ دښمن په مقابل کې د مسلمانانو د وحدت ضرورت ته په اشارې سره لیکلي: د ایران رهبر  اسرائیل په سیمه کې یو «وینه څښونکی» رژیم او امریکا یې یو لیونی سپی وبللو او وویل: اسلامي جمهوریت به هر لازم اقدام، د اسرائیلو پر وړاندې په پوره قوت او عظمت سره ترسره کړي.

د الجزیرې چینل، المصري الیوم ورځپاڼه، د عربستان الحدیث شبکه، العربي ټلویزیون، ۲۱ عربي سایټ، د بغداد الیوم په ګډون عراقي شبکو هم اعلان وکړ؛  د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ، د الاقصی طوفان عمليات د فلسطيني ملت له لورې يو قانوني او طبيعي اقدام دی، هر وګړی حق لري چې د يرغلګرو او غاصبانو پر وړاندې د خپلې خاورې او خپلواکۍ دفاع وکړي؛ په تېرو ورځو کې د غزې د خلکو په ملاتړ کې د ایران د وسله والو ځواکونو اقدام قانوني او په بشپړه توګه مشروع وو.

همدارنګه، المیادین، سما، شهاب، قدس، د روسیې د الیوم شبکې او د روسیې د سپوتنیک خبري آژانس هم راپور ورکړی چې معظم رهبر د جمعې د لمانځه په خطبو کې ټینګار وکړ: د ایران توغندیز برید، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پروړاندې تر ټولو کمه سزا وه، او ایران هغه څه چې باید د اسرائیلو پر وړاندې ترسره کړي، هېڅ وخت ځنډ نه کوي.

ټیګونه