د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو روسیې او چین بیاسختې نیوکې وکړې
(last modified Thu, 10 Oct 2024 07:41:09 GMT )
Oct 10, 2024 12:11 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو روسیې او چین بیاسختې نیوکې وکړې

سحاب -  په ملګروملتو کې د   چین او روسیې دایمی استازو د فلسطین د خلکو  دوژلې ددوام دمخنیوی او سولې ته د رسیدا په لاره کې د اسرائيلو  په کارړنګونو سختې نیوکې وکړې.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړی، په ملګروملتو کې د چین دایمي استازي فوکونګ پرون ناوخته پر صهیونیسټي رژيم غږ کړی ، دغزې تړانګې کلابندۍ او د انسان دوستۍ مرستو ته د لاس رسي محدودیّتونه دې لغوه کړي او له ملګروملتو او نورو  انسان دوستۍ ادارو سره  دې بشپړ ملګرتیا ولري.

په ملګروملتو کې د چین دایمي استازي ددې خبرې په کولو سره چې په غزې تړانګې کې د مرګ او لوږې عادي کیدا  د منلو وړ نه ده،ټینګار وکړ،نړیواله ټولنه اجازت نشي ورکولی ، نښتې د وام وکړي او پراخې شي او په یوه هراړخیز جنګ کې د ټولې لویدیځي آسیا د ډوبیدا نندارچیان شي.

په ملګروملتو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا هم ووئيل؛اسرائيل د  سترګو په پټولو سره   د فلسطین د موضوع د حل په باب  د ملګروملتو  پریکړه لیکونه  کمزوري کوي. 

نبنزیا د ملګروملتو د امنیت شورا په ناستې کې ووئيل؛اسرائيل د کډوالو په باب د ۱۹۴پریکړه لیک په اجرا په ملنډو وهلو سره  چې د فلسطینیو  کډوالو لپاره د ملګروملتو د مرستندویه او کارنده ادارې(آنروا) اساس دی،د نړیوالو اورګانونو فیصلې کمزوري کوي

 د اسرائيلو نسل وژونکي رژيم د امریکا په بشپړ ملاتړ سره د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې  دغزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد ویجاړونکی جنګ پیل کړی چې له امله ئې تر وروستیو پورې پر کنډوالو  او مرګوني قخطۍ سربیره  څه دپاسه ۴۱ زره بې ګناه فلسطینیان  شهیدان کړي  او کابو ۹۷ زره نور ئې ټپیان کړي دي، چې زیاتره قربانیان ئې  ښځې او ماشومان دي.

 

ټیګونه