اسرائيل دې دایران په ایټمي  تاسیساتو  د یرغل له ګواښونو لاس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153324-اسرائيل_دې_دایران_په_ایټمي_تاسیساتو_د_یرغل_له_ګواښونو_لاس_واخلي
د روسیې مرستیال خارجه وزیر  سرګئ ریابکوف  جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړ ،که د ایران په ایټمی تاسیساتو حمله وکړي،نو ددغه شان غمیزناک اقدام نتیجې به هم وویني.
(last modified 2024-10-18T09:38:34+00:00 )
Oct 18, 2024 03:00 Asia/Kabul
  • اسرائيل دې دایران په ایټمي  تاسیساتو  د یرغل له ګواښونو لاس واخلي

د روسیې مرستیال خارجه وزیر  سرګئ ریابکوف  جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړ ،که د ایران په ایټمی تاسیساتو حمله وکړي،نو ددغه شان غمیزناک اقدام نتیجې به هم وویني.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې مرستیال خارجه وزیر د ایران په ایټمي تاسیساتو د حملې په باب صهیونیسټي رژيم  ته سخت خبرداری ورکړ.

په راپور کې و ئيل شوي دي، د روسیې مرستیال خارجه وزیر  سرګئ ریابکوف  جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړ ،که د ایران په ایټمی تاسیساتو حمله وکړي،نو ددغه شان غمیزناک اقدام نتیجې به هم وویني.

 هغه ووئيل، مونږ  په کرتو خبرداری ورکړی او  هماغه راز اسرائيلو ته  خبرداری  ورکوو  حتی  د ایران په ایټمي تاسیساتو اود ایټمي امنیت په حوزې  باندې دې دحملې فرضي فکر هم ونه لري.ځکه دغه اقدام به  ډيرې خطرناکې پایلې ولری چې  بیا به ئې کنټرولول دهیچا په لاس کې نه وي.

دروسیې مرستیال  خارجه وزیر خبریالانو ته ووئيل، چې  روسیه په مینځني ختیځ کې  تاؤتریخوالو ته له پامه پرته  له ایران سره  په دومدار ډول تماس کې دی.

ریابکوف  په دوام کې ووئیل،  دغه تماسونه  په سیمې کې د تاؤتریخوالو او سیاسي کشمکشونو سره چې اوس په لوړه سویه دوام لري،  او د ډيرو اندیښنو سبب شوي دي،هیڅ  اړوندوالی نه لري.البته  اوسنیو شرائطو ته په پامسر ه خبرواترو ته لازیات ضرورت دی   او شخړې باید په خبرو اترو  حل شي.