په لبنان کې باید یونیفل ځواک پیاوړی شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153404-په_لبنان_کې_باید_یونیفل_ځواک_پیاوړی_شي
سحاب -  د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر د لبنان په جنبو کې د ملګروملتو دسوله ساتي ځواک(یونیفل)د پیاوړتیا او د مامورانو د زیاتولو  غوښته وکړه.
(last modified 2024-10-19T22:33:32+00:00 )
Oct 20, 2024 03:01 Asia/Kabul
  • په لبنان کې باید یونیفل ځواک پیاوړی شي

سحاب -  د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر د لبنان په جنبو کې د ملګروملتو دسوله ساتي ځواک(یونیفل)د پیاوړتیا او د مامورانو د زیاتولو  غوښته وکړه.

ایرنا خبری اژانس راپورورکړی، د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست د کمیشن مشر  جوزف بورل  پرون په ایټالیا کې د اوه ډلې ددفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې  په لبنان کې د ملګروملتو د سوله ساتی ځواک (یونیفل) باندې د صهیونیسټي رژيم د حملو په ضد  ددغې اتحادئې  دنیوکه کونکی دریځ  په تکرارولو سره ووئیل ددغه نړیوالو تشکیلاتو ماموریت باندې باید بیا کتنه وشی اوباید نوره هم پياوړی شي.

د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست کمیشن مشر  په یونیفل ځواک باندې د اسرائيلی رژيم  حملې د نه منلو وړ وبللې او وې وئيل؛د ملګروملتو ځواک باید په درستې  نړۍ کې د احترام وړ وګرځي.

د ملګروملتو دسوله ساتي ځواک ویندوئې آندره تننتي  دتیرې جمعې په ورځې وئیلي دي، دصهیونیسټي  رژيم پوځ قصدا د لبنان په جنوب کې پر سوله ساتي ځواک  حمله کړې ده.په عین حال کې د صهیونیست رژیم وحشي لومړی وزیر نتنیاهو د ملګروملتو  له سرمنشی آنتونیو ګوتریش  غوښتي  چې  د لبنان له جنوبه دې یونیفل ځواک وباسي.