د لبنان اسلامي مقاومت حزب الله د اسرائیلو پرضد نوي عملیات وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153430-د_لبنان_اسلامي_مقاومت_حزب_الله_د_اسرائیلو_پرضد_نوي_عملیات_وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم د مرکزونو او د هدفونو پرضد د نهو نورو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-10-20T23:27:02+00:00 )
Oct 21, 2024 01:31 Asia/Kabul
  • د لبنان اسلامي مقاومت حزب الله د اسرائیلو پرضد نوي عملیات وکړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم د مرکزونو او د هدفونو پرضد د نهو نورو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.

د لبنان حزب اله غورځنګ نن سهار وختي د لبنان په جنوب او نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټ رژي د مرکزونو او د صهیونیسټ میشته ښارګیو ،  سنګرونو ، تجهیزاتو او د ځواکونو پرضد د نهو نویو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.

د لبنان حزب الله غورځنګ ویول چې د مقاومت هوايي دافع سیسټم وتوانید چې د صهیونیسټ دښمن یوه هرمیش ۹۰۰ ډوله بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړي.

په صهیونیسټ میشته ښارګي مرکبا ، ماروان الراس  او خله ورده سیمو او په کریات شمونا، بیت هلل او المالکیه اډو کښې د صهیونیسټي دښمن په پوځیانو توغندوي حملې د حزب الله نور عملیات وو.