په سیمه کې د امریکا سوله غوښتونکې دروغجنه څېره
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153488-په_سیمه_کې_د_امریکا_سوله_غوښتونکې_دروغجنه_څېره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیل راهیسې، د ۱۱م ځل لپاره سیمې ته سفر کړی دی.
(last modified 2024-10-22T09:12:47+00:00 )
Oct 22, 2024 13:38 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د امریکا سوله غوښتونکې دروغجنه څېره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیل راهیسې، د ۱۱م ځل لپاره سیمې ته سفر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل سفر له متحده عربي اماراتو څخه پیل کړ او له هغه وروسته د صهیونیسټي ماشوم وژونکي او جنایتکار رژیم له چارواکو سره د کتنې لپاره، اشغالي فلسطین ته ولاړ . بلنکین به د صهیونیسټي رژیم له چارواکو سره له کتنې وروسته، څو نورو عربو هېوادونو ته هم سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې سیمې ته د بلینکن د سفر موخه، د اوربند د خبرو اترو د بیا پیلولو هڅه وه.    

سیمې ته د بلینکن په سفر سره، امریکا په داسې حال کې د سوله غوښتونکې دروغجنه څېره ځان ته غوره کړې ده، چې غزه او لبنان د صهیونیسټانو تر وحشیانه بمباریو لاندې سوځي او د صهیونیسټانو لپاره په دغو بمباریو کې هېڅ سره کرښه نشته. نه روغتونونه، نه ښوونځي، نه هم د ملګرو ملتونو دفترونه او نه داسې ځای شته چې د صهیونیسټانو له بریدونو خوندي وي.

د دغو بریدونو قربانیان اکثره ښځې او ماشومان دي. په سیمه او نړۍ کې د صهیونیسټي رژیم د جنګي ماشین د بندولو لپاره هېڅ عملي اقدام او نوښت هم نشته . په حقیقت کې د امریکا او اروپایي حکومتونه چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، صهیونیسټانو ته د هر ډول جنایت د ترسره کولو لپاره سپین چک ورکړی دی.  په لبنان او غزه کې د اور او وينې په داسې فضا کې، بلینکن په تېر یوه کال کې د يوولسم ځل لپاره دې سيمې ته راغلی دی، چې په سياسي او رسنيزو برخو کې د اوربند د احتمال په اړه ناسمې هيلې خپرې کړي.

د بلینکن د سفر په تېرو لسو پړاوونو کې، تل ویل شوي چې د اوربند تړون نږدې شوی دی. خو په ۹۰مه دقیقه کې نتانیاهو په درواغجنو پلمو سره د اوربند له منلو ډډه کړې ده. په حقیقت کې، بلینکن نتانیاهو ته دا فرصت ورکړی چې پر فلسطین او لبنان د ویجاړوونکو بریدونو سره موازي، په نړیوالو رسنیو کې د دې تیریو په اړه خپل روایت خپور کړي. په دغه روایت کې د فلسطین او لبنان مقاومت ترهګر دي او دا د صهیونیسټي توکم پاله او ماشوم وژونکی رژیم دی چې پرې برید شوی دی.  

آنتوني بلینکن  په داسې شرایطو کې د یوولسم ځل لپاره په سولې غوښتونکې څېرې سره سیمې ته تللی چې امریکا د صهیونیسټي رژیم تر ټولو ستر متحد او ملاتړی دی. د امریکا په روډ آیلنډ ایالت کې د «براون پوهنتون» د عامه او نړیوالو چارو د واټسون انسټیټیوټ تر څارنې لاندې، د اسرائیلو لپاره د امریکا بودیجې ته په اشارې سره، په یوه راپور کې لیکي: "په سیمه کې د اسرائیلو په بریدونو او اړوندو عملیاتو کې د متحده ایالاتو لګښتونه، له 22.76 میلیارده ډالرو زیات دي."

واشنګټن پوسټ په دې وروستیو کې په یوه مقاله کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې وروسته، له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا د پوځي او امنیتي مرستو د پام وړ زیاتېدو ته په اشارې سره ولیکل: له دویمې نړیوالې جګړې راهیسي اسرائیل له امریکا څخه د بل هر ملګري په نسبت زیاتې پوځي مرستې ترلاسه کړي دي. تل ابیب ته د لیږل شوي مرستو کچه د 2023 کال د اکتوبر له 7مې راهیسې لوړه شوې ده. په حقیقت کې صهیونیسټان د امریکا له مرستې پرته، نشو کولای چې په تېر کال کې د فلسطینیانو او لبنانیانو پرضد خپلو جنایتونو ته دوام وړکړي.

په غزه کې داسې کوم جرم نشته چې اسرائیلو نه وي  ترسره کړی. خو نه هم اسرائیلي بندیان خوشي شوي او نه هم حماس له منځه تللی دی.  حتی اوس هم، موږ باید د انتوني بلینکن د سفرونو او د صهیونیسټي جنایتونو د بندولو لپاره د سیاسي مشورو تمه ونه کړو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزې او لبنان کې د صهیونیسټانو د جنایتونو د پټولو لپاره سیمې ته سفر کړی دی.