د سولې لپاره د ایران ډيپلوماټيک خوځښونه د ستاینې وړ دي
د بحرین پاچا د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کې په سیمې ک د سولې د ساتنې او په سیمې کې د تاؤتریخوالي د زیاتیدا د مخنیوي لپاره دایران ټيپلوماټيکو خوځښتونو قدرونه اوستاینه وکړه.
سحاب د تسنیم خبری اژانس له قوله راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچی چې د سیمې د مسئلو به باب د ډيپلوماټيکو سلامشورو په دوام کې بحرین ته تللی ، ددوشنبې په شپه ئې د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دغې کتنې کې د بحرین پاچا د ایران د ډيپلوماټيکو خوځښتونو په قدرونې سره په سیمې کې د جنګ او جګړو د پراختیا د مخنیوي لباره له ټولو ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره د خپل هیواد پرژمنتیا ټينګار وکړ.
عباس عراقچي همداراز د بحرین له خارجه وزیر عبداللطیف بن راشد الزیانی سره هم په کتنې کې د غزې او لبنان د بې ګناه خلکو د وژلو د دریدا لپاره د ډله ایزې هڅې پشمول په مختلفو م وضوعګانو خبرې او د دنظر تبادله وکړه.
په عین حال کې د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي چې د غزې او لبنان د وروستي وضعیّت په باب دخپلو سیمه ایزو مشورو په دوام کې اردن ،بحرین او څونورو هیوادونو ته سفرونه کړي او اوس په کویت کې دی او د کویت له ولی عهد سره هم کتلی ، په یوې خبرې ناستې کې ئې د سیمې هیوادونو ته د ایران د پیغام په باب ووئیل، صهیونیسټي رژيم به سمیې کې د جنګ په پراختیا پسې دی او باید په سمیې کې ددغه شان غمیزې مخنیوي وشي. هغه ددې خبرې په کولو سره چې په غزې او لبنان کې وضعیت بحراني دی او د صهیونیسټي وحشي رژيم حملې اوبمبارئ بای د ودرول شي ،ټينګار وکړ، د ایران داسلامی جمهوریت په نوی حکومت کې به د ښه ګاونډیتوب سیاس په قوت سره دوام ومومي.