اروپا د ریاکارۍ سمبول دی
سحاب- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ؛تندر؛نومې ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنې په پانسي کیدا پسې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول دګوت وهونکوڅرګندونو په غبرګون کې ووئيل، اروپا د ریاکارۍ ستره بیلګه ده
سحاب چینل زمونږ دخبریال له قوله راپور ور کړی، دایران خارجه وزیر عباس عراقچي داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن د مسئول جوزف بورل د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر کله وائي د انساني کرامت او ژوند باید ملاتړ وشي،زه غواړم باؤر وکړم، خو مسئله دا ده چې په اروپا کې د تاسو ملګري له کوم شرم پرته په غزې کې د نسل وژنې او په لبنان کې دقتل عام ملاتړ کوي.
عراقچي ووئيل، په غزې کې د څه دپاسه پنځوس زره فلسطینیانو د وژلو پاي ته درسولو لپاره داروپائي اتحادئې له خوا دکوم تدبیر غوره کولو په باب څه نظر لرئ.
د ایران خارجه وزیر په لبنان کې د کابو یو اعشاریه پنځه میلیون پناه غواړو د کډه په سر کیدا د پاي لپاره او خپلو کورونو ته د دوي دبیرته ستنیدا لپاره د اروپائي اتحادئې د تدبیرونو دغوره کولو په باب څه فکر لرئ.؟یا دهغو کورنیو دملاتړ لپاره د جمشید شارمهد په وسیله وژل شوي دي، د اروپائي اتحادئې له خوا څه تدبیرونو غوره کول مو په ذهن کې شته ؟که کوم ځواب نه لرئ، نو باید ووئيل شي، چې اروپا یوازې د ریاکارۍ بیلګه ده
د ایران د اسلامی جمهوریت د مقتدر او مظلومو خلکو په ضد د ؛تندر ؛نومې ترهه ګرې ډ لګۍ له کلونوکلونو شرارتونو اوجنایتونو وروسته ددغې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد چې دسلګونو بیګناه ایرانیانو د شهادت او ټپي کیدا عامل ؤ د عدالت په فیصلې سره ددوشنبې ورځې په سهار وختي دخپلو عملونو په سبب پانسي شو.