د جرمني سفیر دایران خارجه وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153686-د_جرمني_سفیر_دایران_خارجه_وزارت_ته_احضار_شو
سحاب – د ایران خارجه وزارت د ایران  داسلامی جمهوریت د قضائي صلاحیّتونو سره په رابطه کې د برلین دځينو چارواکو  په لاسوهونکو  دریځونو باندې په اعتراض کې په تهران کې د جرمني سفیر  احضار کړ.
(last modified 2024-10-30T08:42:54+00:00 )
Oct 30, 2024 05:03 Asia/Kabul
  • د جرمني سفیر دایران خارجه وزارت ته احضار شو

سحاب – د ایران خارجه وزارت د ایران  داسلامی جمهوریت د قضائي صلاحیّتونو سره په رابطه کې د برلین دځينو چارواکو  په لاسوهونکو  دریځونو باندې په اعتراض کې په تهران کې د جرمني سفیر  احضار کړ.

سحاب چینل د ایرنا له قوله راپور ورکړی، دایران دخارجه وزارت د لویدیځي اروپا د چارو  د برخې عمومی مدیر  مجید نیلي احمدآبادي  پرون په تهران کې د جرمني دسفیر  کارکوس پوټسل  په احضارولو سره ، د  هغه جمشید شارمهد سره په رابطه کې د جرمني د ځینو  چارواکو ناسمو  دریځونو په باب  چې  د ترهه ګرو عملیاتو د لارښونې  او منظمونې په خاطر په پانسۍ محکوم شوی ؤ ، د اسلامي ایران  سخت اعتراض په سپارلو سره ووئيل؛ له شارمهد څ خه ملاتړ چې د  څو ترهه ګرو اقداماتو مسئول ؤد قانون دحاکمیّت، د انساني حقوقو دملاتړ، او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  دمقابلې په زمینې کې دجرمني د حکومت له ادعاګانو سره په تضاد کې دی.

نیلي احمد آبادي همداراز  په غزې او لبنان کې د  صهیونیسټي رژیم له نسل وژنې څخه د جرمني  ملاتړونو ته په اشارې سره چې  دهغو په سر کې له دغه رژيم سره   د وسلو لیږد دی ،  ووئیل؛ له بشری حقوقو سره په رابطه کې د  جرمني ادعا  له اسرائيلي رژيم څخه په هراړخیز ملاتړ کې چې په ډیرو نړیوالو  جنایتونو په تیره بیا  په نسل وژنې کې  یو ډول ګډون دي ،ښکاره توپیر لري.ټول  د قانون په وړاندې برابر دي او د یوه ثالث هیواد دپاسپورټ درلودل د بل هیواد قانون په وړاندې د چا مستثنی کیدا لپاره کوم مجوز نشي کیدلی.

د جرمني سفیر  خک ووئيل،په لومړني فرصت کې  به  د جرمنی حکومت ته  دایران داسلامی جمهوریت  اعتراض ورسوي.