د۱۳ لړم پيریکړه لیک؛امریکا دصهیونیسټي رژیم د جنایتونو مستقیمه شریکه ده
(last modified Sun, 03 Nov 2024 09:26:25 GMT )
Nov 03, 2024 13:56 Asia/Kabul
  • د۱۳ لړم پيریکړه لیک؛امریکا دصهیونیسټي رژیم د جنایتونو مستقیمه شریکه ده

سحاب – په درست ایران کې د لړم د میاشتې ددیارلسمې نیټې  په ولولناک اوپرتمین لاریون کې ګډون کونکو،ستره شیطانه امریکا،د مظلومو انسانانو په باب د یوه وحشي صفته لیوۀ په توګه د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د وحشیتوب مستقیمه شریکه ده.

سحاب چینل زمونږ د خبریال  له قوله راپور ورکوي د لړم دم یاشتې  یعني د زده کونکي د  ورځې په مناسبت  دیوم ا... په عمومي لاریون کې ګډون کونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره  د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتکار پوځ له خوا د غزې او لبنان د خلکو  دنسل وژنې  په محکومیّت سره ، د اسلامی مقاومتی جبهې او د غزې او لبنان د خلکو  له کلکې  دریدا څخه  خپل ملاتړ اعلان کړ او صهیونزم ملاتړو او نړیوالې ټولنې ته ئې خبرداری  و رکړ چې د اسرائيلو دنسل وژونکي رژيم په ملاتړ کې  خپلې شرمؤنکي چُپتیا پاي ته ورسوي.

د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د یوم ا...  په عمومی لاریون کې  ګډون کونکو د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په رهبرۍ  او د  انقلابی او ملی یووالی او وحدت په  ساتلو باندې په تينګار سره ،  د هیواد دملی حاکمیّت او مځکنۍبشپړتیا څخه په دفاع کې د صهیونیسټي رژیم  ګستاخۍ  د ځواب او  او قطعي رټلو  په اعلان کې د ایران د خارجه وزارت د شجاعودریځونو او اقداماتو قدرونه او ستاینه وکړه.

Image Caption

 

 دیوم ا... په  دغه عمومی  او ولسی لاریون کې ګډون کونکو همدرااز  د دایران داسلامی جمهوریت په دفاعي توانمنیو باندې په بشپړ ډاډ سره  له ډول  ډول پرمختګونو سره او  په وسلو او روزنې سره د هیواد  ددفاعي قدرت د زیاتولو او پياوړي کولو غوښته وکړه او اعلان ئې وکړ، چې د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم  وحشی  ډوله اقداماتو ته غاښ ماتونکی ځواب د ایران د اسلامی جمهوریت  قانوني او شخصي  حق دی.

د لړم د میاشتې  دیارلسمه نیټه یعني نن یکشنبې ورځ د ایران په اسلامی جمهوریت کې  له نړیوال استکبار سره  ملی ورځ  په توګه لمانځل کیږي.

Image Caption

 

له ننه ۴۵کاله مخکې  په همداسې ورځ په تهران پوهنتون کې پر محصیلینو او زده کونکو د پاچايی نظام ناتار ډزې او  او په ډ یرو امریکائي دسیسو د  ولس داعتراض  په دوام کې د  سلګونو خلکو عامه وژنه او په تهران کې د محصیلینو په لاس د امریکا سفارت یا د جاسوسۍ ځالې نیولل ددغې ورځې  پیښې دي چې  دغه ورځ هم د یوم  ا...  او د زده کونکي د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

Image Caption