پزشکیان صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړی چې: د دغه رژیم مشران پوهېږي چې که کومه تېروتنه وکړي، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د سحاب شبکې د خبر له مخې، ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د حکومتي پلاوي په ناسته کې، پر دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په هېڅ صورت کې پر خپل حریم او امنیت باندې تیری بې ځوابه نه دې پرې اېښی، د صهیونیسټي رژیم مشرانو ته په خطاب کې وویل: هغوی ښه پوهېږي چې که د ایران پر وړاندې کومه تیروتنه وکړي، نو غاښ ماتوونکی ځواب به ترلاسه کړي، که څه هم دوی په خپل چلند کې بیاکتنه وکړي، اوربند ومني او د سیمې د مظلومو او بې ګناه خلکو له وژلو او قتل څخه لاس واخلي، امکان لري زموږ د غبرګون په شدت او ډول کې اثر ولري.
پزشکیان زیاته کړې: موږ هېڅکله جګړه نه ده پیل کړې او نه مو کوم هېواد ته د جګړې سپارښتنه کړې، دا امریکا ده چې تل یې زموږ د سیمې په ګډون، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړې پیل کړې او نن سبا هم له صهیونیسټي رژیم څخه په ملاتړ سره، په سیمه کې د جنګ اور بل ساتلی دی.