د ایران لپاره د جاجونې معیار د امریکا د حکومت کړچار دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153992-د_ایران_لپاره_د_جاجونې_معیار_د_امریکا_د_حکومت_کړچار_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په دې خبرې سره چې په امریکا کښې د بیلابیلو حکومتونو د تیرو وختونو له سیاستونو او کړچارونو څخه ډیرې ترخې تجربې لرو وویل: هغه څه چې د ایران لپاره مهم او د جاجونې معیار دی د امریکا د حکومت کړچار دی.
(last modified 2024-11-07T08:19:52+00:00 )
Nov 07, 2024 11:21 Asia/Kabul
  • د ایران لپاره د جاجونې معیار د امریکا د حکومت کړچار دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په دې خبرې سره چې په امریکا کښې د بیلابیلو حکومتونو د تیرو وختونو له سیاستونو او کړچارونو څخه ډیرې ترخې تجربې لرو وویل: هغه څه چې د ایران لپاره مهم او د جاجونې معیار دی د امریکا د حکومت کړچار دی.

هغه په امریکا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره نن وویل: انتخابات د واشنګټن په تیرو غلطو کړچارونو کښې د بیاکتنې لپاره یو فرصت دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي زیاته کړه د امریکا د ولسمشر انتخابول د دغه هیواد د خلکو پرغاړه دي او د امریکا خلکو اوس خپل انتخاب کړی دی.

د امریکا د وړمه ورځې په انتخاباتو کښې د امریکا د ریپلیکن ګوند کاندید او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ډیموکراټ ګوند کاندیدې کامالا هریس ته په ماتي ورکولو سره یوځل بیا ولسمشر شو.