د یمن دریځونو د ظالم صهیونیسټ رژيم ټول معادلات ګډوډ کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په یمن کښې د فلسطین د حماس غورځنګ استازي «معاد ابوشماله»وویل له فلسطین څخه په ملاتړ کښې د یمن دریځ د صهیونیسټي دښمن معادلات ګډوډ کړي.
هغه په دې خبرې سره چې له فلسطین څخه په ملاتړ کښې د یمن دریځ په صهیونیسټي دښمن باندې د دباو د اوزار د رامینځته کولو او موندلو لپاره یوه بیلګه ده وویل : په سور سمندر کښې د صهیونیسټ دښمن او د هغه د ملاتړو د اقتصادي رګ په غوڅولو کښې د یمن اقدام د دښمن ټول معادلات ګډوډ کړل.
«ابوشماله »زیاته کړه: هغه هیوادونه چې د غزې د تړانګې د خلکو د عام وژلې په وړاندې یې چوپتیا غوره کړي ده یا د دغه نسل وژنې ملاتړ کونکي یا تائیدونکي دي یا هم د امریکا دباو ته تسلیم شوي دي.
د یمن پوځ له تیرو څو میاشتو راهسې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت د مقاومت د ملاتړ لپاره په «سور سمندر» او «باب المندب» اوبلاره کښې د صهیونیسټ رژیم په څو کشتیو یا دغه رژیم ته په ورتلونکو کشتیو باندې بریدونه کړي دي.
د یمن پوځ ویلي دي تر هغه وخته چې د اسرائیلو رژيم په غزې تړانګې باندې خپل بریدونه بند نکړي دي په سور سمندر کښې به د اسرائلو رژیم په کشتیو یا دغه رژیم ته په ورتلونکو کشتیو باندې حملو ته دوام ورکړي.