دیمن پوځ د امریکا ابراهم جنګی بیړه هم په توغندیو ټارګټ کړه
(last modified Wed, 13 Nov 2024 00:43:37 GMT )
Nov 13, 2024 05:13 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ د امریکا ابراهم جنګی بیړه هم په توغندیو ټارګټ کړه

د یمن د پوځ  ویندوي د امریکا ئي پوځ په ضد په سرۀ او عرب سمندرونو کې ددوو ځانګړو  پوځي عملیاتو خبر ورکړ.

تسنیم خبری آژانس راپو رورکړ، د یمن دپوځ  ویندوي جنرال یحیی سریع په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د مونږ د پوځ توغندوي او ډرونز یونټ  په  سرۀ او عربو سمندرونو کې په دوو ځانګړو پوځي عملیاتو کې  چې تر اتو ساعتونو پورې ئې دوام وکړ، د امریکا د ابراهم جنګی بیړئ پشمول څو امریکا ئي تجارتي کشتۍ  په نښه کړې.

جنرال یحیی  ووئيل،  په لومړي عملیاتو کې ئې په عرب سمندر کې دامریکا آراهم جنګی بیړه  په څو توغندیو او ډرونز سره په نښه کړه او دا جنګی بیړه ئې په داسې حال کې پخپل شیشت کې راوستې چې د مونږ دهیواد په ضد ئې د غلیمانه عملیاتو ځان چمتوو کولو . جنرال یحیی سریع  ووئيل، دیمن پوځ  دامریکائي دښمن پروګرام چې د یمن په ځينو برخو ئې دحملې لپاره ځان تیارولو  چې په دغو عملیاتو سره ئې  دغه حمله ناکامه کړې ده.

 دیمن د پوځ ویندوي  ووئیل ، مونږ امریکائي او انګریز دښمنان  د پوځي تاؤتریخجنې سیمې باندې د سرۀ سمندر د بدلولو او د کشتۍ چلونې د لارې لپاره ئې د منفی نتیجو مسئول  ګڼو.  هغه روښانه کړې ده چې   د اسرائیلي رژيم ددفاع په لړ کې د  یمن په خاوره د امریکا او انګلستان تیري یوازې به یوازې د مونږ دپوځ د عملیاتو د زیاتیدا سبب شي. او د یمن دپوځ عملیات به د غړې تړانګې د کلابندۍ  او دغه راز په غزې او لبنان د دښمن د تیریو تربندیدا پورې دوام وکړي.