له ملګروملتونو د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د ایستلو وخت رسیدلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وویل له ملګروملتونو د اسرائیلو رژیم د ایستلو وخت رارسیدلی دی.
هغه پرون په ریاض کښې د عربو اتحادیې او د اسلامي ملګرتیا موسسې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډې غونډې کښې د ملګروملتونو د مشروعیت پرضد د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم دښمانه اقداماتو ته په اشارې سره وویل اوس له ملګروملتونو د اسرائیلو رژیم د ایستلو وخت رارسیدلی دی.
کاظم غریب ابادي د فلسطین د بې دفاع خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم د جنایتونو له دوام څخه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د کامل ملاتړ په غندلو سره ټینګار وکړ چې صهیونیسټ رژیم د لویدیځو هیوادونو د ناجایز زوي په توګه له هر ډول ځواب ورکولو او مسوولیت منلو څخه پاتې راغلی دی او په دا ډول شرایطو کښې د فلسطین ملت د تیري او د نیواک په مقابل کښې د مقاومت او دفاع کولو له جایز حق څخه برخور دی او د خپل ذاتي حق د اعمالولو لپاره له هیڅ لوري څخه اجازې اخیستلو ته ضرورت نلري.