پزشکیان د ایران له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154248-پزشکیان_د_ایران_له_ګاونډیانو_سره_د_اړیکو_په_پراخولو_ټینګار_وکړ
سحاب - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-11-13T08:09:42+00:00 )
Nov 13, 2024 12:38 Asia/Kabul
  • پزشکیان د ایران له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ

سحاب - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

سحاب شبکې د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې را پور ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، د سه شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د پخوانیو وزیرانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل: د ایران، چین او روسیې تر منځ د پلاویو تبادله روانه ده او موږ هڅه کوو چې له دغو دواړو هېوادونو سره د موافقو د عملي کېدو پر وړاندې خنډونه لرې کړو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: چینایان لېواله دي چې د ایران د بنسټیزو او ساختماني پروژو په تطبیق کې لا زیات فعال شي او له روسیې سره په ارتباط کې د ټرانزیټ او د ګازو د انتقال د لاینونو د پراختیا او بشپړولو چارې په جدي توګه تعقیبوي.

هغه همداراز د هند له لومړي وزیر سره خپلو خبرو ته په اشارې او د چابهار بندر د پراختیایي پلان د تطبیق د چټکتیا لپاره د هند لوري هیلې ښودلو په اړه وویل: پر هند سربېره د فارس خلیج په جنوب کې هېوادونه هم له ایران سره د اړیکو د پراختیا او په تېره بیا له ایران سره د ترانزیتي لارو د فعالولو په لټه کې دي.