د سوریې په زینبیه سیمې د صهیونیسټ رژیم حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154184-د_سوریې_په_زینبیه_سیمې_د_صهیونیسټ_رژیم_حمله_وغندله
سحاب شبکې د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړ ، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دمشق په زینبیه سیمه کښې د استوګنې په یوې ودانۍ باندې د اسرائیلو د رژیم د تیری په غبرګون کښې اعلان وکړ. که د دې تروریستي رژیم لپاره د ځینو هیوادونو ملاتړ نه وای، دا بریدونه به نه وای شوي.
(last modified 2024-11-11T21:50:35+00:00 )
Nov 12, 2024 02:19 Asia/Kabul
  • د سوریې په زینبیه سیمې  د صهیونیسټ رژیم حمله وغندله

سحاب شبکې د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړ ، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دمشق په زینبیه سیمه کښې د استوګنې په یوې ودانۍ باندې د اسرائیلو د رژیم د تیری په غبرګون کښې اعلان وکړ. که د دې تروریستي رژیم لپاره د ځینو هیوادونو ملاتړ نه وای، دا بریدونه به نه وای شوي.

په دغه بیانیه کښې راغلی دی: صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د جنایتونو په دوام سره د بشری ارزښتونو او نړیوالو قوانینو په ضد  د خپلې بې غورۍ په ښودلو ټینګار کوی.

د دمشق په زینبیه سیمی د صهیونیسټي رژیم په هوايي حمله کښې اوه تنه شهیدان او شل نور ژوبل شول.