په ۲۰۲۳ کال کې ۵۲۳ امریکايي پوځیانو ځان وژنه کړې ده
(last modified Sat, 16 Nov 2024 01:41:16 GMT )
Nov 16, 2024 06:11 Asia/Kabul
  • په ۲۰۲۳ کال کې ۵۲۳ امریکايي پوځیانو ځان وژنه کړې ده

د امریکا د دفاع وزارت د نوامبر په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې په امریکايي ځواکونو کې د ځان وژنې شمېر زیات شوی دی.

د دغه راپور په اساس، په ۲۰۲۳ کال کې ۵۲۳ امریکايي پوځیانو (برحاله او احتیاطي) ځانونه وژلي دي، دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۴۹۳ تنه وو.

په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۳۶۳ تنه برحاله پوځیانو ځانونه وژلي، خو په ۲۰۲۲ کال کې بیا دا شمېر ۳۳۱ تنه وو.

په اوسط ډول، په ۲۰۲۳ کال کې په هرو ۱۰۰زرو برحاله پوځیانو کې ۲۶ تنه ځان وژنې کړې، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې بیا په هرو ۱۰۰زرو پوځیانو کې د ځان وژنې ۱۷ پېښې ثبتې شوې وې.

چارواکي‌ وايي چې د ځان وژنې دا پېښې چې د جنس او عمر له پلوه محاسبه کړې، په امریکا کې د ځان وژنې له عمومي شمېرو سره برابرې دي. په امریکا کې تر ډېره نارینه وو او ځوانانو ځانونه وژلي او اکثریت یې په وسلو باندې خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د موندنو په اساس، په ۲۰۲۳ کال کې چې کومو کسانو ځانونه وژلي، ۶۱سلنه یې نارینه وو، چې تر ۳۰ کلونو یې عمرونه کم وو. په عمومي ډول ۶۵ سلنې پوځیانو، چې ځانونه وژلي، په ټوپکو یې دا کار کړی او ۲۸سلنې نورو یې بیا ځانونه زندۍ او ځوړند کړي دي.