د اسرائيلو پوځ د غزې په شمال کښې میداني وژلې کوي
(last modified Sun, 17 Nov 2024 07:31:05 GMT )
Nov 17, 2024 12:01 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو پوځ د غزې په شمال کښې میداني وژلې کوي

د اروپا او مدیترانې لپاره د بشري حقوقو څارونکي وویل چې د صهیونیسټي رژیم پوځ د غزې تړانګې په شمال کښې د خلکو میداني وژلو، د هغوي اوږې ساتلو او په زوره یې کوچولو ته لاس اچولی دی.

د اروپا او مدیترانې د بشري حقوقو څارونکي په یوه خبرپاڼه کښې وویل: مونږ د غزې تړانګې په شمال کښې د ګڼو ملکي وګړو خلاف د نیواکګرو ځواکونو(اسرائیلو) له خوا د نویو میداني اعدامونو او عملي وژلو د جنایت په هکله په لس هاؤ مستندونه جوړ کړي دي.

د بشري حقوقو دغه ارګان همداشان ویلي دي: د اسرائیلو نیواکګر پوځ له تیرو ۴۳ ورځو راهیسې دغزې تړانګې په شمال باندې خپله دریمه پوځي حمله او یرغلونه پیل کړي او ډیر سخت جنایتونه یې ترسره کړي دي چې په کښې د ملکي وګړو وژله او په هغوي کښې د ویرې رامینځته کول او په زوره یې له خپلو کورونو ایستل او کوچول شامل دي.

په دغې بیانیې کښې همداشان راغلي دي: په یادو جنایتونو کښې بې له هیڅ توجیه،  له خلکو په ډکو کورونو باندې بمبارۍ، د هغوي ډله ایزه وژله، په کیمپونو او پناه ځایونو کښې د کډوالو وژل او د خلکو د غونډو او موټرانو په نښه کول شامل دي.

د اروپا او مدیترانه د بشري حقوقو څارونکي په پاې کښې ټینګار وکړ چې په غزې په تیره بیا د هغې په شمال کښې د اسرائیلو د رژيم د وژلو په وړاندې د پریکنده پریکړو په کولو کښې د نړیوال نظام ځنډ به سبب شي چې نړیواله ټولنه په دغو جنایتونو کښې شریکه شي او د ډله ایزې وژلې د جنایتونو د دوام لپاره نیواکګرو ته شنه اشاره وکري.