صهیونیسټ رژیم د غزې په کمال عدوان روغتون بیا حملې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګه کښې ځايي سرچینو نن راپور ورکړ چې صهیونیسټ رژيم په بې پایلوټه الوتکو سره د غزې ښار په «کمال عدوان» روغتون باندې حملې کړي دي.
د فلسطین سما خبري اژانس هم ویلي دي چې د اسرائیلو بې پایلوته الوتکو د غزې تړانګې په شمال کښې د کمال عدوان روغتون د سونګو په ګودام باندې بریدونه کړي دي.
اسرائیلو دغه راز د غزې تړانګې په شمال کښې په بیت لاهیا ښار کښې په المنیشه سیمې باندې هم بیګا بمبارې وکړې.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ جنګي الوتکو بیګا دغه راز په یو شمیر فلسطینیانو باندې چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس د «الامل» روغتون مخ ته ولاړ وو حمله وکړه.
دغه راز د غزې تړانګې د روغتیا وزارت وویل چې د تیر میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې تراوسه د اسرائیلو په حملو او بمباریو کښې د فلسطین څلور څلویښت زره او یوسل شپږاویا(۴۴۱۷۶) بې ګناه ښاریز شهیدان شوي او یولک څلور زره څلور سوه درې اویا نور ژوبل شوي هم دي چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي.
بل خبر دا چې اسرائیلو په تیر اتوڅلویښتو ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې په هوايي حملو او بمباریو کښې یوسل شل نور فلسطینیان هم شهیدان کړل.