قالیباف: ایران په لبنان کښې د اوربند هرکلی کوي.
(last modified Thu, 28 Nov 2024 01:00:27 GMT )
Nov 28, 2024 05:30 Asia/Kabul
  • قالیباف: ایران په لبنان کښې د اوربند هرکلی کوي.

د ایران د اسلامي شورا مشر په لبنان کښې د اوربند په هرکلي سره وویل: د خدای تعالی شکر کوو چې د حزب الله جنګیالیو په ویاړ او میړانې سره مقاومت وکړ او پرې یې نښودل چې د لبنان یوه لویشت خاوره هم د صهیونیسټي دښمن لاس ته ولویږي.

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر «محمد باقر قالیباف» پرون په یوې خبري غونډې کښې وویأ: له دې چې د لبنان خلک د صهیونیسټي رژیم له ظلم او جنایتکارو بمباریو خلاص شول او ارامښت یې ترلاسه کړ، د متعال خدای شکر کوو او هیله لرو چې دغه ارامښت او قراري په غزې تړانګه کښې هم راشي.

هغه زیاته کړه: دا چې جنایتکار نتانیاهو وايي چې ټول پام یې ایران ته اړولی، تشې لاپې دي، کله چې د لبنان جنګ پيل شو او سید حسن نصر الله شهید شو او د پيجرونو جنایت ترسره شو نو احساس یې کوه چې اوس نو حزب الله کمزورې شوی دی.

«محمد باقر قالیباف» همداشان بیروت ته خپل تګ ته په اشارې سره چې د بمباریو او اور او لوګیو په مینځ کښې شوی و، وویل: د لبنان په غم ځپلو خلکو کښې مې صبر، ځیرکتیا او خلاقیت ولیده او حزب الله ژوندی و او دا په داسې حال کښې وو چې صهیوني دښمن په اوو لښکرونو سره د لبنان په جنوب حمله وکړه چې ویې نیسي خو هیڅکله کامیاب نه شو، نو بس رجزخواني دې نه کوي ځکه چې ماتې یې خوړلې ده.

د ایران د پارلیمان مشر په پاې کښې په دې خبرې سره چې دا د اسلام قدرت دی او ایران  به هم په خپل وخت، د «صادق۳» ژمنه خامخا پوره کړي، لبنان او د مقاومت جبهې او ټولو اسلامي هیوادونو ته پاملرنه، د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي لومړیتوب وباله.

د ویلو ده چې له پرون سهار څخه د صهیونیسټي رژیم او لبنان ترمینځ د دوه میاشتني اوربند موافقه په رسمي ډول اجرايي شوه.