ترکیه: اسرائیل دې لبنان ته اړولی تاوان جبیره کړي
د ترکیې خارجه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لبنان کښې د اوربند د اعلانیدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې صهیونیسټي رژیم باید لبنان ته رسولی تاوان جبیره کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر صهیونیسټ رژیم فشار راوړي او دې ته دې اړ کړي چې د دغې موافقې په سختۍ عملي کولو او لبنان ته د اوښتو تاوانونو جبرانولو ته ژمن پاتې شي.
له بلې خوا ترکیې هم په دغه بیانیه کښې په غزې تړانګه کښې د دایمي او هراړخیز اوربند غوښتنه وکړه او له صهیونیسټ رژیم یې وغوښتل چې په سمدستي توګه خپل تیریګر سیاستونه ختم کړي.
د یادولو وړ ده چې د لبنان اقتصاد او د هغه اصلي سکتورونو ته د اوښتو مادي او اقتصادي زیانونو اندازه 8.5 ملیارده ډالرو ته رسیدلې ، شاوخوا 100 زره د استوګنې کورونه او ودانۍ ویجاړې شوي او پدې برخه کې زیانونه شاوخوا 3.2 ملیارده ډالره دي.